اوزبکستان: د افغانستان ګډون د سیمې د اوږدمهاله ثبات لپاره مهم دی

د اوزبکستان د ولسمشر سلاکار جولان وهابوف وايي، په سیمه کې دوامدار ثبات هغه مهال ټینګېدای شي چې افغانستان په تدریجي ډول د سیمهییزې همغږۍ په بهیرونو کې ونډه واخلي.
وهابوف دا څرګندونې په ناروې کې د افغانستان او سیمهییز امنیت په اړه د یوې دوه ورځنۍ غونډې له جوړېدو وروسته کړې دي. نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې غونډه د ناروې د شخړو د حل مرکز (NOREF) په نوښت د دغه هېواد په پلازمېنه اوسلو کې جوړه شوې وه.
د هغه په وینا، په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د اوزبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشف، په ناروې کې د اوزبکستان سفیر رحمتالله نوریمبتوف، د اوزبکستان د نړۍوال اقتصاد او ډیپلوماسۍ پوهنتون د نړۍوالو پرمختللو مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال عادل غفاروف او د ناروې استازو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو له افغانستان سره د تعامل لپاره د عملي تګلارو پر اړتیا او د امنیت، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ او سیمهییز اتصال په برخو کې د خبرو اترو پر دوام بحث کړی دی. وهابوف ویلي، د ناستې موخه دا وه چې له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا هغه لارې وڅېړل شي چې د ګډونوالو هېوادونو ګډې ګټې خوندي او د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي.
د اوزبکستان د ولسمشر سلاکار زیاته کړې چې نوموړي له ګډونوالو سره د سولې د ټینګښت او له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو په برخه کې د خپل هېواد تجربې شریکې کړې دي. هغه ټینګار کړی چې د تاشکند په باور، د افغانستان له سیمهییزو بهیرونو سره تدریجي نښلېدل د سیمې د اوږدمهاله ثبات لپاره اساسي اهمیت لري.
وهابوف دغه ناسته د دوهاړخیزو خبرو اترو د پراختیا لپاره هیلهبښونکی پیل بللی او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به د افغانستان، سیمې او نړیوالو شریکانو ترمنځ ورته بحثونه په منظم ډول دوام ومومي.