د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

ګوتریش: د فلسطینیانو د برخلیک ټاکلو له حق پرته تلپاتې سوله ناشونې ده

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي، د فلسطینیانو د برخلیک ټاکلو د حق له منلو پرته په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله ناشونې ده.

ګوتریش په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو د اقداماتو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي د اسرائیلي مېشت‌ځایونو پراختیا، د فلسطینیانو جبري بې‌ځایه کول او پر فلسطیني کورنیو د اسرائیلي مېشتو خلکو د بریدونو زیاتوالی د اندېښنې وړ بللي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې د فلسطینیانو پر وړاندې د فشارونو زیاتوالی د قومي تصفیې ګواښ لا جدي کوي او ټینګار یې کړی چې دغه وضعیت باید پای ته ورسېږي.