د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

هاتف مختاري: د افغانستان پر ملي حاکمیت به له هرې معاملې سره مخالفت وشي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو د نړیوال مرکز مشر هاتف مختاري ویلي، د افغانستان شتون، بقا، خپلواکي او ملي حاکمیت ورته تر هر څه مهم دي.

مختاري په یوه لیکنه کې ټینګار کړی، هر شخص، ډله یا حکومت چې د افغانستان پر شتون او ملي حاکمیت د معاملې هڅه وکړي، د دوی له مقاومت سره به مخ شي.

نوموړي ویلي، دوی د یوه سوله‌ییز، باثباته او پیاوړي افغانستان غوښتونکي دي؛ داسې افغانستان چې خپلې ملي ګټې، ملي یووالی او ملي ځواک ته په پام خپل دریځ وټاکي.

هغه زیاته کړې، دوی د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اراده نه لري، خو هېڅ ځواک ته به اجازه ورنه کړي چې ځان د افغانستان بادار وګڼي یا پر افغانانو د واکمنۍ او امر کولو حق ځان ته ورکړي.