کاتز: د ایران پر وړاندې د احتمالي برید په اړه د اسرائیلي مشرانو ترمنځ اختلاف نشته

د اسرائیلو دفاع وزیر اسرائیل کاتز هغه راپورونه بېبنسټه وبلل چې ګواکې د ایران پر وړاندې د احتمالي نوي برید په اړه د دغه هېواد د سیاسي مشرانو او پوځ ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.
د اسرائیل ۱۲مې ټلویزیوني شبکې د ناپېژاندو سرچینو په حواله ویلي وو، چې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د پوځ د لوی درستیز ایال زامیر ترمنځ د یوې نوې لارښوونې پر سر اختلاف پیدا شوی دی.
خو کاتز ویلي، د ایران په اړه د اسرائیلو د سیاسي مشرانو او پوځ ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده. نوموړي زیاته کړې، اسرائیل د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې پر ایران د برید د پیلولو نیت نه لري.
بلخوا، د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر یاییر لاپید پر نتانیاهو تور پورې کړی چې ښايي له ایران سره د کړکېچ په زیاتولو سره د ټاکنو د ځنډولو هڅه وکړي.