د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

روسیه او ایران د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو د اسانتیا لپاره چمتووالی ښيي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

روسیې او ایران د افغانستان د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د روانو اختلافونو د خبرو له لارې د حل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتو دي. طالبان بیا وايي چې تر اوسه مسکو او تهران د خبرو د پیل په اړه له دوی سره کوم رسمي وړاندیز نه دی شریک کړی.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د اکټوبر په پیل کې د مسکو فارمټ په غونډه کې وویل چې روسیه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د حل په برخه کې منځګړیتوب کولای شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د همدې میاشتې په ۱۹مه له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په تهران کې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي کمول او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه مهمه بولي.

د طالبانو د حکومت او بهرنیو چارو وزارت سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې د روسیې او ایران له خوا د رسمي مذاکرې د پیل لپاره تر اوسه عملي ګام نه دی اخیستل شوی. د دوی په وینا، د دواړو هېوادونو حکومتونو خپل وړاندیزونه په رسمي ډول له کابل سره نه دي شریک کړي.

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر او د لاهور په Beaconhouse National University کې د پالیسۍ د څېړنې مرکز مشر منصور احمد خان وايي، د سیمې د هېوادونو هڅې ښايي د اړیکو د بېرته رغولو لپاره لومړنی مثبت اغېز ولري. نوموړي ټینګار کړی چې کابل او اسلام‌اباد باید د دقیقو او د تایید وړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یو رسمي امنیتي میکانیزم جوړ کړي، څو د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د همکارۍ څرنګوالی روښانه شي.

د روسیې لپاره د افغانستان پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو شنونکی غوث جانباز بیا باور لري چې روسیه، ایران او چین کولای شي د شخړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د لومړنیو خبرو زمینه برابره کړي. خو هغه وايي، د اوسنیو شرایطو له مخې د یوې پایداره هوکړې تمه کمه ده او ښايي یوازې یوه نازکه او موقتي تفاهم ته لاره هواره شي. د نوموړي په اند، د سیمې هېوادونه د خپلو امنیتي اندېښنو او ملي ګټو له امله د دې کړکېچ د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اختلافونه له امنیتي تورونو سره تړاو لري. پاکستان طالبان د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ په تورنوي، خو د طالبانو حکومت او د دې ډلې ویاند محمد خراساني دا ادعا رد کړې ده. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم پاکستان تورن کړی چې د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان اچوي؛ اسلام‌اباد بیا وايي چې په افغانستان کې د هغو ډلو پر ضد عملیات کوي چې د پاکستان امنیت ګواښي.

د دواړو خواوو ترمنځ د کړکېچ له امله د سرحدي سیمو د خلکو پر ژوند، اقتصاد او ټرانزیټ هم د اغېز اندېښنې مطرح شوې دي. د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۳۰مې پورې د پاکستان د هوايي بریدونو او سرحدي نښتو له امله په افغانستان کې ۴۹۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱،۲۱۶ نور ټپیان شوي دي. تر دې وړاندې د قطر، سعودي عربستان او ترکیې په منځګړیتوب څلور پړاوونه خبرې شوې وې، خو لا یې څرګنده پایله نه ده ورکړې.