د انغوزې د بیو له لوېدو سره افغان کروندګر له درنو زیانونو سره مخ دي

په افغانستان کې د کوکنارو له کښت سره د مبارزې له پیل وروسته د انغوزې کښت د ګڼو کروندګرو لپاره د بدیل عاید په توګه مطرح شو، خو اوس د دې محصول د بیو ټیټېدو او د صادراتو د لګښتونو لوړېدو کروندګر له مالي ستونزو سره مخ کړي دي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه. له دې وروسته په ځینو ولایتونو کې کروندګرو د انغوزې کښت ته مخه کړه، ځکه تمه یې لرله چې دغه قانوني محصول به د کوکنارو بدیل او د کورنیو اقتصادي ستونزو د کمېدو وسیله شي. خو د کروندګرو او سوداګرو په وینا، د انغوزې تولید په چټکۍ زیات شوی، په هند کې د محصول تقاضا محدوده پاتې ده او د لېږد لګښتونه لوړ شوي دي.
د پروان کروندګر توریالي سخيزاده وايي، شاوخوا څلور کاله وړاندې یې د بازار د ښه وضعیت له امله پور واخیست، ۱۵ جریبه ځمکه یې په اجاره ونیوله او د انغوزې تخمونه یې وکرل. د هغه په خبره، فصل یې لا هم په ځمکه پاتې دی او د دوکاندارانو د پورونو د ورکړې لپاره اړ شوی چې د خپلې ځمکې یوه برخه وپلوري. نوموړی وايي، د انغوزې د یوه نیالګي بیه چې پخوا له ۱۵ تر ۱۸ افغانیو وه، اوس یوې یا دوو افغانیو ته راټیټه شوې ده.
یو افغان سوداګر، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وايي افغانستان پخوا هر کال شاوخوا ۲۰۰ ټنه انغوزه تولیدوله او همدومره یې صادروله، خو د وروستیو کلونو د پراخ کښت له امله تولید نږدې ۸۰۰ ټنو ته رسېدلی دی. د هغه په وینا، د هند بازار د دې اندازې د جذب ظرفیت نه لري او د عرضې له ډېرېدو سره بیې راټیټې شوې دي. د سوداګر د معلوماتو له مخې، د انغوزې د تخم دانې بیه له ۱۰ یا ۱۲ زرو افغانیو څخه څلورو تر څلور نیمو زرو افغانیو ته کمه شوې، او د یوه کیلو شیرې بیه هم له پنځو زرو څخه تر شاوخوا زرو افغانیو راټیټه شوې ده.
سوداګر زیاتوي چې د هوا له لارې د یوه کیلو انغوزې د لېږد بیه له ۶۰ امریکايي سنټو څخه نږدې دوو ډالرو ته لوړه شوې ده. د هغه په باور، د کوچنیو سوداګرو د شمېر زیاتوالی او د صادراتي محمولو وېشل کېدل په هند کې د افغان پلورونکو د معاملې او بیې ټاکلو ځواک کمزوری کړی دی. انغوزه پخوا تر ډېره په سمنګان، بدخشان او تخار کې په طبیعي بڼه شنه کېده، خو د کښت له پراخېدو سره یې تولید هم زیات شوی دی.
د کرنې وزارت یوه ویاند تر دې مخکې ویلي وو چې د انغوزې کښت د کوکنارو د بدیل په توګه هڅول شوی او په ځینو ولایتونو کې بزګرانو ته نیالګي وېشل شوي دي. نوموړي د نړیوال تولید زیاتوالی د بیو د ټیټېدو له عواملو بللی او ویلي یې وو چې وزارت هڅه کوي د افغانستان د انغوزې لپاره نړیوال بازار پیاوړی کړي. د کرنې اقتصاد کارپوه ذکرالله صافي بیا ټینګار کوي چې یوازې د بدیلو بوټو معرفي کول بسنه نه کوي؛ د ده په وینا، د محصول پروسس، اقتصادي ملاتړ او د حکومت یا مرستندویه بنسټونو منظمې مرستې اړینې دي. سخيزاده وايي، که راتلونکی فصل هم بازار ونه لري، ښايي خپل نیالګي له منځه یوسي او ځمکه پر بل کښت واړوي.