په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانتینرونه د لیلام له ګواښ سره مخ دي

د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو سلګونه کانتینرونه او پکې بار شوي توکي لیلام ته وړاندې شوي دي. په دغو کانتینرونو کې هغه سوداګریز مالونه شامل دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته په بندر کې پاتې دي.
د یوه لیلامي شرکت له خوا خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د افغان سوداګرو د کانتینرونو دروازې پرانیستل شوې او دننه موجود توکي احتمالي پېرودونکو ته ښودل کېږي. د بارونو د لیلام اصلي شمېر لا نه دی روښانه شوی او دا هم معلومه نه ده چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو څومره کانتینرونه لا هم پاتې دي.
د افغان سوداګر مطیعالله په وینا، د دغو مالونو لیلام څو ورځې وړاندې پیل شوی دی. هغه ویلي چې سوداګرو ته د خپلو بارونو د ایستلو لپاره د لوړو مالیاتو او د اوږدې مودې د ساتنې لګښتونو له امله ستونزې پیدا شوې وې. د ده په خبره، مالونه د مالکانو له خبرولو او قانوني اخطاریو وروسته لیلام ته وړاندې شوي دي.
مطیعالله زیاتوي چې زیانمن شوي افغان سوداګر لا هم کولای شي محکمې ته عریضه وکړي او د خپلو مالونو د لیلام د درولو هڅه وکړي. د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو بیا د پاکستان دا اقدام د سیمهییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.
پاکستان د روان کال په لومړیو کې افغان سوداګرو ته اجازه ورکړې وه چې له کراچۍ او نورو بندرونو خپل ایسار ترانزیټي مالونه بېرته اصلي هېوادونو یا نورو هېوادونو ته ولېږدوي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان په بندرونو کې شاوخوا ۱۵ زره افغان کانتینرونه او بارونه له ورته برخلیک سره مخ دي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکو په فبرورۍ کې ویلي وو چې له دغو مالونو څه باندې ۶۰ سلنه بېرته هغو هېوادونو ته استول شوي چې له هغه ځایه وارد شوي وو، او یوه برخه یې د ایران چابهار او بندرعباس ته انتقال شوې ده. خو د نړیوالې اقتصادي شبکې د افغانستان څانګې مشر او د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخواني چارواکي یونس مومند ویلي، وروستي لیلام شوي بارونه ښايي د هغو سوداګرو وي چې د لوړو مالیو او د ساتنې د لګښتونو له کبله یې خپل مالونه له بندره نه شوای ایستلای.
د طالبانو حکومت له دې مخکې پاکستان تورن کړی چې سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې سیاسي کوي، خو پاکستان د لارو تړل کېدل د امنیتي دلایلو له مخې بولي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې ۲،۴۶۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، خو په ۲۰۲۵ کال کې ۱،۷۶۶ میلیارد ډالرو ته راکمه شوې او د روان کال تر دې دمه د سوداګرۍ او ترانزیټ لارې تړلې پاتې دي.