ضیاء الرحمن پر محسن نقوي د څو دولتي دندو د واک نیولو نیوکه وکړه

د جمعیت علمای اسلام لوړپوړي غړي ضیاء الرحمن د پاکستان د کرکټ بورډ مشر، د کورنیو چارو وزیر او د اسیايي شورا مشر محسن نقوي پر هرکارهتوب نیوکه کړې ده.
ضیاء الرحمن په طنزیه توګه ویلي چې محسن نقوي په پاکستان کې د «پیناډول ګولۍ» مثال لري او د ده په وینا، په هره اداره، بحران او لویه پرېکړه کې حضور لري.
نوموړي ادعا کړې چې د پنجاب له سرپرست اعلیوزارت څخه نیولې، د کرکټ بورډ تر مشرۍ، د کورنیو چارو وزارت، له ایران سره تر ډیپلوماسۍ او د پاکستان نړیوال هوايي شرکت د معاملې پورې، د ډېرو چارو واک د همدې یوه کس په لاس کې دی.
د ضیاء الرحمن په وینا، پاکستان د خپلو مسوولیتونو د ترسره کولو پر ځای د خپلو اړوندو چینلونو له لارې د مولانا فضل الرحمن د شخصي او سیاسي شخصیت د بدنامولو هڅې کوي.