پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي تړون د تصویب بهیر بشپړ کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان وایي، پاکستان او سعودي عربستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي تړون د تصویب بهیر بشپړ کړی دی.
د حیدر خان په وینا، دواړه هېوادونه د مکې دفاعي تړون د تصویب لپاره د خپلو پارلمانونو تایید ته اړتیا نه لري؛ خو ترکیه د خپلو کورنیو قوانینو او حقوقي چوکاټ له مخې د تړون د تصویب لپاره پارلماني تایید ته اړتیا لري.
نوموړي ټینګار کړی چې هر هېواد د نړیوالو تړونونو د تصویب په برخه کې خپل اساسي قانون او قانوني کړنلارې تعقیبوي.
د راپورونو له مخې، پاکستان تر دې وړاندې د تړون متن نه و خپور کړی او نه یې پارلمان ته وړاندې کړی و. وروسته له هغه چې متن د ترکیې پارلمان ته وړاندې شو، په رسنیو کې خپور او د خلکو لاسرسي ته برابر شو.
حیدر خان د تړون د متن د خپرېدو په غبرګون کې ویلي چې پاکستان د ترکیې د پارلمان لهخوا خپور شوی متن تاییدوي. هغه زیاته کړې چې په تړون کې هېڅ پټه ماده نشته او شرایط یې روښانه دي.
د پاکستان او سعودي عربستان د دغه دفاعي تړون موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او پوځي همکاریو پیاوړتیا بلل شوې ده.