د ګبد ـ رمدان سرحدي لاره له څو ورځني ځنډ وروسته بېرته پرانېستل شوه

د پاکستان او ایران ترمنځ د ګبد ـ رمدان سرحدي لاره، چې څو ورځې تړل شوې وه، نن بېرته پرانېستل شوه.
د لارې له پرانیستل کېدو وروسته ګڼو پاکستاني فعالانو تمه ښودلې چې په پاکستان کې به د مایع ګاز بیې بېرته راټیټې شي.
پاکستاني رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د دې لارې د تړل کېدو له امله په بلوچستان کې د مایع ګاز بیې لوړې شوې دي. د راپورونو له مخې، د ۱۲ کیلوګرامه ګاز ډبې بیه له ۴۵۰۰ څخه ۷۰۰۰ پاکستانۍ کلدارو ته رسېدلې وه.
د دې سوداګریزې دروازې د تړل کېدو لامل تخنیکي ستونزې ښودل شوې وې؛ خو ایراني چارواکو ویلي وو چې پاکستان دروازه په یو اړخیز ډول تړلې ده.