د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ اتلولي وګټله

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

افغان کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ په پایلوبه کې له زمبابوې څخه د ۷ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.

زمبابوې لومړی توپوهنه وکړه، خو د افغان توپ اچونکو د ښې لوبې له امله یې ټوله لوبډله په ۱۶۹ منډو وسوځېده. افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف د درېیو لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ.

ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ منډو په جوړولو د لوبې غوره لوبغاړی شو، په داسې حال کې چې راشد خان د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه د ۱۱ ویکټو په اخیستو وګټله.

دا لوبه د راشد خان ۲۵۰مه نړیواله سیالي وه. محمد نبي هم په نړیوال کرکټ کې د ۳۰۰ ویکټو پړاو بشپړ کړ.

افغان لوبډله به له دې اتلولۍ وروسته د اکټوبر پر ۲۷مه له زمبابوې سره د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.