یونسکو: د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو شمېر صفر ته نږدې شوی

د یونسکو او یونیسف په تازه ګډ راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځینه محصلانو شمېر له ۲۰۲۴ کال راهیسې عملاً صفر شوی دی. د راپور له مخې، په لوړو زدهکړو کې د ښځو پر حضور بندیز د هېواد پر علمي او مسلکي راتلونکي پراخ اغېز کړی دی.
د دغو دوو بنسټونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې شاوخوا ۱۱۹ زره ښځینه محصلانې په پوهنتونونو کې شاملې وې، خو دغه شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۸۹ زرو ته راکم شو. په ۲۰۲۳ کال کې د ښځینه محصلانو شمېر نږدې صفر ته ورسېد او له ۲۰۲۴ کال وروسته په عملي توګه د هغوی د لوړو زدهکړو بهیر درېدلی دی.
ښځې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوې دي. یونسکو او یونیسف وايي، د دې محدودیت پایله یوازې د ښځینه محصلانو د شمېر کمېدل نه دي؛ بلکې د روغتیا، ښوونې او نورو مهمو برخو لپاره د مسلکي کادرونو د روزنې فرصتونه هم محدود شوي دي.
راپور په پوهنتونونو کې د ښځینه استادانو د شمېر د پام وړ کمښت هم ښيي. په ۲۰۱۹ کال کې نږدې ۲۶۰۰ ښځینه استادانې په لوړو زدهکړو کې بوختې وې، خو دا شمېر په ۲۰۲۵ کال کې ۱۳۴ تنو ته راټیټ شوی دی. په همدې حال کې، د راپور له مخې، په روان کال کې شاوخوا ۲۰۸ زره نارینه محصلان په افغان پوهنتونونو کې ثبت دي، خو د لوړو زدهکړو په برخه کې د نارینهوو ګډون هم د پخوا په پرتله کم شوی دی.
د زدهکړو له فرصتونو بېبرخې شوې نجونې وايي، د بندیزونو له امله یې د راتلونکي لپاره پلانونه زیانمن شوي دي. نوریه، چې د لوړو زدهکړو او کار له لارې یې د ځان او کورنۍ د ژوند د ښه کولو هیله لرله، وايي له ښوونځي، پوهنتون او نورو تعلیمي مرکزونو څخه لرې پاتې کېدل د نجونو انګېزه کمزورې کوي او د راتلونکي انتخابونه یې محدودوي.
د ننګرهار ۲۲ کلن عبدالواحد هم وايي، تېر کال له دولسم ټولګي تر فراغت وروسته یې غوښتل د کانکور له لارې پوهنتون ته داخل شي، خو د کورنۍ د خراب اقتصادي وضعیت او د کار د نشتوالي له امله اوس ایران ته د مزدورۍ لپاره د تګ هڅه کوي. هغه وايي، په خپل هېواد کې یې د کار موندلو لپاره څو ځله هڅه کړې، خو بریالی شوی نه دی.
یونسکو د پوهنې د بودجې کموالی، له لومړنیو زدهکړو څخه د ماشومانو محرومیت او درسي ټولګیو ته محدود لاسرسی د افغانستان د ښوونیز نظام له ستونزو ګڼلي دي. د دغه سازمان په وینا، د ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالی، د داخلي بېځایه شویو کسانو شمېر او اقلیمي بدلونونه هم پر نظام فشار ډېر کړی دی. د طالبانو حکومت تر اوسه د راپور په اړه څرګندونې نه دي کړي، خو د زدهکړو د حق فعال فضلالهادي وزین وايي، د پوهنې او لوړو زدهکړو کمزوري کېدل د هېواد د راتلونکي او بشري ځواک پر پیاوړتیا مستقیم اغېز لري.