د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

زلنسکي: روسیې فکر کاوه کییف به په درېیو ورځو کې ونیسي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، ولادیمیر پوتین او د هغه پوځي قوماندانانو د جګړې په پیل کې داسې انګېرله چې اوکرایني ولس او حکومت به ډېر ژر تسلیم شي، خو دا اټکل په بشپړه توګه ناسم ثابت شو.

زلنسکي له سټیون بارټلیټ سره په خبرو کې وویل، روسي ځواکونو ته امر شوی و چې کییف په درېیو ورځو کې ونیسي. د نوموړي په وینا، روسي پوځیان پر خپلې بریا دومره ډاډه وو چې د پوځي موټرو دننه یې د بریا د پریډ رسمي جامې هم له ځان سره راوړې وې.

هغه زیاته کړه، کله چې روسي ځواکونه د کییف د نیولو لپاره له بېلابېلو لورو پرمختګ وکړ، د اوکرایني ولس له ناڅاپي او نه ماتېدونکي مقاومت سره مخ شول او په ښار کې بند پاتې شول.

د اوکراین ولسمشر وايي، روسي پوځیان هغه مهال تر ټولو ډېر حیران شول چې ملکي خلکو پر پرمختللو ټانکونو او زغروالو موټرو سوځېدونکي توکي او بمونه وغورځول.

زلنسکي د پوتین تر ټولو لویه او تاریخي تېروتنه دا وبلله چې هغه د اوکراینیانو له ژورې ملي روحیې او سخت مقاومت څخه بې خبره و.