افغانستان او زمبابوې د درې اړخیزې لړۍ اتلولۍ ته مخامخ کېږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۲۳مه، د متحده عربي اماراتو په شارجه نړیوال لوبغالي کې د زمبابوې پر وړاندې د درې اړخیزې لړۍ پایلوبه ترسره کړي.
په دې سیالیو کې د افغانستان، زمبابوې او بنګله دېش لوبډلې شاملې دي. افغانستان او زمبابوې له بنګله دېش څخه تر بریاوو وروسته د لړۍ وروستۍ لوبې ته وتلي دي.
افغانستان د دې درې اړخیزې سیالۍ کوربه دی او د پایلوبې ګټونکې لوبډله به د لړۍ اتلولي ترلاسه کړي. د دواړو ملي لوبډلو ترمنځ لوبه به د شارجه په نړیوال میدان کې ترسره شي.
په همدې ورځ به د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله هم په عمان کې د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي. د دواړو ځوانو لوبډلو ترمنځ تر اوسه درې لوبې شوې دي.
له دغو دریو سیالیو څخه بنګله دېش دوه او افغانستان یوه ګټلې ده. که افغان ځوانان په راتلونکې لوبه کې بریالي شي، نو د څلورو لوبو لړۍ به په مساوي پای ته ورسېږي.