د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د واخان لارې له پرانیستې وروسته هم له چین سره سوداګریز اتصال نامعلوم پاتې دی

افغان اتلان · پښتو
د واخان لارې له پرانیستې وروسته هم له چین سره سوداګریز اتصال نامعلوم پاتې دی

د بدخشان له واخان ولسوالۍ څخه د چین تر پولې د غځېدلي ټرانزیټي سړک له پرانیستل کېدو سره سره، افغانستان لا هم له چین سره د عملي او منظم سوداګریز اتصال لپاره له مهمو خنډونو سره مخ دی. د «ډیپلوماټ» خپرونې په یوه راپور کې ویلي، چې د لارې راتلونکی تر ډېره د چین د امنیتي اندېښنو او د پولې د پرانیستلو له پرېکړې سره تړاو لري.

د راپور له مخې، د اسلامي امارت چارواکو د اکتوبر پر څلورمه د واخان د ۱۲۱ کیلومتره اوږده سړک د پرانیستې مراسم ترسره کړل. دغه پروژه د نږدې درې کلونو په موده کې بشپړه شوې او موخه یې دا ده چې د افغانستان سوداګرۍ ته د چین او د سیمې بازارونو پر لور نوې ځمکنۍ لار برابره کړي.

د «ډیپلوماټ» د معلوماتو له مخې، د سړک د جوړولو لګښت ۳۶۵ میلیونه افغانۍ، چې شاوخوا ۵،۶ میلیونه ډالرو سره برابرېږي، ښودل شوی دی. دغه بودجه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له‌خوا ورکړل شوې ده. د لارې جوړېدل په داسې وخت کې شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوو او د سوداګرۍ ځنډ د بدیلو ترانزیټي مسیرونو اړتیا زیاته کړې ده.

راپور زیاتوي، که د واخان له لارې سوداګریز تګ راتګ پیل شي، افغانستان به وکولای شي له پاکستاني مسیرونو خپله اتکا راکمه کړي او له چین او سیمه‌ییزو بازارونو سره د اړیکو لپاره بله لاره ولري. خو تر اوسه چین د دې مسیر له لارې خپله پوله د منظمې سوداګرۍ لپاره نه ده پرانیستې او د سړک د پرانیستې مراسمو ته یې هم استازی نه دی استولی.

د خپرونې په وینا، بېجینګ د دې پروژې بشپړېدل په ډیپلوماټیکه کچه هم په څرګند ډول نه دي تایید کړي. په راپور کې د چین امنیتي اندېښنې د واخان لارې پر وړاندې د یوه اساسي خنډ په توګه یادې شوې دي؛ ځکه چین اندېښنه لري چې ښايي د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي له دې مسیر څخه د سین‌کیانګ په سیمه کې د فعالیتونو لپاره استفاده وکړي.

«ډیپلوماټ» لیکلي، تر هغه چې اسلامي امارت د چین امنیتي اندېښنو ته د حل لارې پیدا نه کړي او د منظمې سوداګرۍ لپاره د پولې د پرانیستلو زمینه برابره نه شي، واخان دهلیز به له افغانستان سره د چین په یوه مهم سوداګریز مسیر بدل نه شي.