په افغانستان کې د پولیو شپږ نوې پېښې ثبت شوې

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ شپږ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د سازمان د معلوماتو له مخې، درې پېښې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه په کابل کې ثبت شوې ده.
له دغو نویو پېښو سره په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د ثبت شویو پولیو مثبتو پېښو شمېر له ۴۰ اوښتی دی. د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت بیا وايي، د دغو پېښو په اړه شکونه شته او د تایید لپاره یې پلټنه روانه ده.
افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې پولیو پکې فعال بلل کېږي. د روغتیايي چارواکو او متخصصانو په وینا، ماشومانو ته د بشپړو واکسینونو نه رسېدل او د خلکو تګ راتګ د دې ناروغۍ د خپرېدو له مهمو عواملو څخه دي.
که څه هم اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارې تړل شوې دي، خو په تېرو کلونو کې له پاکستانه میلیونونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي. د سرچینې په وینا، احتمال شته چې په دغو راستنېدونکو کورنیو کې ځینې ماشومان له واکسین پاتې وي او ویروس یې له پاکستانه افغانستان ته انتقال کړی وي.
د روغتیا نړیوال سازمان په پاکستان کې هم سږ کال تر دې دمه د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت کړې دي. د سازمان د تېرنیو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۱ او په پاکستان کې ۳۱ پېښې ثبت شوې وې. تر هغه وړاندې کال په افغانستان کې ۲۵ او په پاکستان کې ۷۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
په افغانستان کې اوس ماشومانو ته د پولیو واکسین د کور پر کور تګ له لارې نه ورکول کېږي. دوه کاله وړاندې پرېکړه شوې وه چې واکسین به په جوماتونو کې تطبیقېږي. د عامې روغتیا وزارت د پولیو کمپاین برخې مشر عبدالقدوس بریالي په ۲۰۲۴ کال کې بي بي سي ته ویلي و، چې دا بدلون د کندهار د علماوو شورا او د کندهار، هلمند او روزګان د استازو د غوښتنې له مخې شوی دی.
بریالي هغه مهال ویلي وو چې د دغو سیمو خلکو د کور پر کور واکسین پر ځای د جوماتونو له لارې د واکسین غوښتنه کړې او د طالبانو مشر هم دا پرېکړه تایید کړې ده. خو د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی و چې د کور پر کور واکسین د هر ماشوم تر پوښښ لاندې راوستلو لپاره تر ټولو اغېزمنه تجربه ده او تر ۲۰۲۱ کال پورې یې په افغانستان کې د پام وړ پایلې لرلې.
پولیو یوه ساري ناروغي ده چې د ماشومانو د دایمي فلج او ان د مړینې لامل کېدای شي. روغتیايي متخصصان وايي، د دې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو مهمه لار دا ده چې ماشومان پر خپل وخت بشپړ واکسین شي.