پاکستان، ترکیې، قطر او اندونیزیا د دفاعي همکاریو د پراختیا لومړنی سند لاسلیک کړ

پاکستان، ترکیې، قطر او اندونیزیا د دفاعي صنعت او پوځي همکاریو د پراختیا په موخه د «بدرتړون» هوکړې لومړنی سند لاسلیک کړی دی.
د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، د سند د لاسلیک مراسم د چهارشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شول. د دې هوکړې موخه د دفاعي تولیداتو، پوځي وړتیاوو، تخنیکي روزنې، څېړنې، پراختیا او پوځي ټکنالوژۍ په برخو کې د ګډو فعالیتونو پیاوړتیا ده.
د ترکیې دفاع وزارت وايي، دغه نوښت به د څلورو هېوادونو د دفاعي صنایعو وړتیاوې لوړې کړي او د پوځي تجهیزاتو په تولید کې به د هغوی له ځانګړو امکاناتو څخه د ګډې ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.
سند د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، د اندونیزیا د دفاع مرستیال وزیر یوسف جوهري، د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر او د قطر د دفاعي چارو سرپرست وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن آل ثاني لاسلیک کړی دی. د ترکیې دولتي ټلویزیون ویلي چې دغه هوکړه به د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ متقابل باور پیاوړی کړي او په نړیواله کچه به د ترکیې د دفاعي صنعت د دریځ له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.