نوي ډیلي کې هند او روسیې د افغانستان او پاکستان امنیتي وضعیت وارزاوه

هند او روسیې په نوي ډیلي کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي وضعیت، د سیمې د بدلونونو او پر نړیوال امنیت د احتمالي اغېزو په اړه خبرې کړې دي. دا بحثونه د دواړو هېوادونو د امنیتي خبرو د اووم پړاو په غونډه کې ترسره شوي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، غونډه د چهارشنبې په ورځ د هند د ملي امنیت د مرستیال سلاکار پاوان کپور او د روسیې د امنیت شورا د مرستیال منشي الکساندر وندیکتوف په ګډه مشرۍ جوړه شوې وه.
د غونډې ګډونوالو د ګډو ګټو پر یو شمېر موضوعاتو سربېره، د افغانستان او پاکستان په تړاو امنیتي بدلونونه هم ارزولي دي. دواړو لورو د هند او روسیې د ځانګړې او ممتازې ستراتیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې د خپلو روانو همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
وندیکتوف د هند د سفر پر مهال د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم لیدلي دي. سرچینه وايي، د هند او روسیې دا دوهاړخیز امنیتي چوکاټ دواړو هېوادونو ته زمینه برابروي چې د افغانستان او پاکستان د وضعیت په اړه خپلې ارزونې او اندېښنې سره شریکې کړي.
دا خبرې په داسې مهال شوې دي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچ دوام لري. د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان لپاره، ضمیر کابلوف، د اکتوبر پر پنځمه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ له غونډې وروسته ویلي وو، که افغانستان او پاکستان وغواړي، مسکو د شخړې د پای ته رسولو لپاره مرستې ته چمتو دی.
کابلوف ویلي وو چې روسیه کولای شي د اختلافاتو د حل لپاره په خپلواکه توګه یا له خپلو شریکانو سره په همغږۍ اقدام وکړي. په همدې غونډه کې هند د افغانستان له ملي حاکمیت، ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل ملاتړ بیا څرګند کړی او د افغانانو د هوساینې لپاره یې پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی و. د نوي ډیلي او مسکو وروستۍ خبرې ښيي چې د افغانستان اړوند امنیتي مسئلې د سیمې د مهمو قدرتونو د بحث په اجنډا کې پاتې دي، په داسې حال کې چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.