د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

ملا برادر: د افغانستان په اړه راپورونه باید پر واقعي وضعیت ولاړ وي

افغان اتلان · پښتو
ملا برادر: د افغانستان په اړه راپورونه باید پر واقعي وضعیت ولاړ وي

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوناما غوښتي چې د افغانستان په اړه خپل راپورونه د عیني واقعیتونو پر بنسټ او بې‌پرې خپاره کړي، او د هېواد اقتصادي او امنیتي لاسته‌راوړنې له پامه ونه غورځوي.

نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې له‌خوا د اړمنو وګړو د ملاتړ د ځانګړې اوونۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي. ملا برادر ویلي، په راپورونو کې یوازې د منفي اړخونو رااخیستل عادلانه نه دي او د افغانستان پرمختګونه باید هم په پام کې ونیول شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې چې وروستۍ وچکالۍ، موسمي سېلابونه، زلزلې او د زرګونو کورنیو جبري راستنېدل د دې لامل شوي چې ګڼ هېوادوال له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ شي. هغه د دغو ستونزو د حل لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

ملا برادر له شتمنو کسانو، سوداګرو، پانګه‌والو، خیریه بنسټونو او نړیوالو بشري مرستندویه ادارو غوښتي چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره عملي مرسته او همکاري وکړي، څو اړمنو خلکو ته د ملاتړ رسولو چارې پیاوړې شي.

په همدې مراسمو کې د چارو ادارې لوی رییس نورالحق انور هم له افغانستان سره له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو له ځورولو، ځپلو او اقتصادي محرومولو لاس واخلي. نوموړي ویلي، د ښه ګاونډیتوب له مخې باید ګاونډیان د یو بل د ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، نه دا چې د اقتصادي فشارونو له لارې د خلکو وضعیت لا ستونزمن کړي.

نورالحق انور پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي، ادعا کړې چې ځینې ګاونډیان لا هم د افغانستان خلک ځوروي، ځپي یې او له اقتصادي پلوه یې له محدودیتونو سره مخ کوي.