د امو او کوکچې سیندونو د پراخېدو له امله په بدخشان او تخار کې د ځمکو د له منځه تلو اندېښنه

د بدخشان او تخار اوسېدونکي وایي، د امو او کوکچې سیندونو د اوبو د کچې له لوړوالي سره هر کال سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او څړځایونه له منځه ځي. د دوی په وینا، د سیندونو غاړو ته نږدې لسګونه استوګنیز کورونه هم د ویجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.
په تخار کې یو اوسېدونکی بشاش وايي، په تېرو څو کلونو کې د پرلهپسې سېلابونو له امله د امو سیند اوبه د افغانستان خاورې ته رااوښتې دي. د هغه په خبره، د سیند پر غاړو موجود ځنګلونه له منځه تللي او په دشتقلعه او درقد ولسوالیو کې سیند په ځینو برخو کې د پخوا په پرتله شاوخوا یو تر دوو کیلومترو پورې وړاندې شوی دی.
نوموړي ادعا کړې چې د سیند د مسیر د بدلون له امله د افغانستان ځینې ځمکې د تاجیکستان پر لوري وړل شوې دي. د بدخشان یوه بل اوسېدونکي عبدالله وویل، د پسرلي او اوړي په موسمونو کې د اوبو له ډېرېدو سره سیند ته نږدې کورونه او کرنیزې ځمکې زیان ویني او له مسوولینو یې وغوښتل چې د ستونزې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
د پنج سیندیزې حوزې مسوولین بیا وايي، په وروستیو کلونو کې یې په یو شمېر سیمو کې استنادي دېوالونه او ګبیونونه جوړ کړي دي. د دغې حوزې استازي فضلالحق ویلي، د شته امکاناتو تر کچې د کرنیزو ځمکو او څړځایونو د ژغورلو لپاره کار شوی او په ځینو نورو برخو کې د مخنیوي چارې لا هم روانې دي.
د فضلالحق په وینا، د دشتقلعه ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د سیند یوه برخه سروې شوې او ټاکل شوې چې د هغې د ساتنې چارې هم ژر پیل شي. نوموړي زیاته کړې چې د ستونزې د بشپړ حل لپاره نور پلانونه هم شته، خو د دغو پلانونو جزئیات یې نه دي ورکړي.
امو سیند د بدخشان د پامیر له لوړو سیمو سرچینه اخلي او د بدخشان، تخار او کندز له ولایتونو تېرېږي. د سیند د اوبو زیاتوالی په ځانګړي ډول د دوبي په موسم کې د دغو ولایتونو خلکو ته ستونزې جوړوي؛ د سیمې د معلوماتو له مخې، په ځینو کلونو کې یې د ځمکو او کورونو ترڅنګ د خلکو د مرګژوبلې سبب هم شوی دی.