قطر: له افغانستان سره دې بشري همکاري او نړیوال ملاتړ دوام ومومي

قطر ټینګار کړی چې له افغانستان سره بشري همکاري او نړیوال ملاتړ باید روان پاتې شي، څو په جګړهځپلو سیمو کې د ملکي وګړو ژوند، د اوبو حیاتي سرچینې او اړینې زېربناوې خوندي شي.
د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د قطر دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند دا څرګندونې د اکتوبر پر ۱۹مه د دوحې په نړیوال امنیتي فورم ۲۰۲۶ کې د یوې ناستې پر مهال کړې دي. د غونډې بحث د بشري ډیپلوماسۍ او د اوبو د امنیت ترمنځ پر اړیکو راڅرخېد.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې ویناپاڼه کې ویلي چې المسند د قطر د بشري هڅو په اړه خبرې وکړې. د هغې په وینا، دغه هڅې د جګړهځپلو سیمو خلکو ته د مرستو رسول، ډیپلوماټیکې اړیکې، منځګړیتوب، د بیارغونې ملاتړ او له بېځایه شویو ملکي وګړو سره مرسته رانغاړي.
هغې افغانستان، غزه، سوډان، لبنان، سومالیا او سوریه هغه سیمې وبللې چې د بشري ډیپلوماسۍ او نړیوالو مرستو دوام پکې ځانګړی اهمیت لري. د ناستې ګډونوالو د وسلهوالو شخړو پر مهال د اوبو د سرچینو او حیاتي تاسیساتو د ساتنې پر اړتیا هم پراخ بحث وکړ.
د قطر وزیرې خبرداری ورکړ چې د اوبو د مالګې ایستلو فابریکو، د تصفیې مرکزونو او د وېش شبکو ته زیان رسولای شي د پاکو څښاک اوبو او روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود کړي. د هغې په وینا، دا ډول زیانونه د عامې روغتیا، انساني کرامت او د ټولنو د مقاومت پر وړتیا اوږدمهاله منفي اغېز لرلی شي.
المسند وویل، د اوبو د زېربناوو ساتنه یوازې د نړیوال بشردوستانه قانون د مراعاتولو موضوع نه ده، بلکې د بشري حقونو او چاپېریالي قوانینو پام هم غواړي. هغې د نړیوالې ټولنې پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.
د قطر دغې وزیرې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې افغانستان ته د بشري مرستو له یوې محمولې سره سفر کړی و. د قطر د معلوماتو له مخې، هغې هغه مهال هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې د افغانستان د بشري ناورین د کمولو لپاره مرسته زیاته کړي.