د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان د راشد خان په غوره توپ اچونه زمبابوې ته ستره ماتې ورکړه

افغان اتلان · پښتو
افغانستان د راشد خان په غوره توپ اچونه زمبابوې ته ستره ماتې ورکړه

افغانستان د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د درې اړخیزې کرکټ لړۍ په دویمه لوبه کې زمبابوې ته په ستر توپیر ماتې ورکړه. افغان لوبډلې سیالي د ۱۵۸ منډو په توپیر وګټله.

افغان کپتان رحمت شاه د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې زمبابوې ته د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان د منډو په جوړولو کې صدیق اتل تر ټولو ښه وځلېد او ۱۰۲ منډې یې وکړې. ابراهیم ځدراڼ هم ۹۰ منډې جوړې کړې او د افغان لوبډلې د لوړې مجموعې په رامنځته کولو کې یې مهمه ونډه واخیسته.

زمبابوې د هدف په تعقیب کې ونه توانېدله چې د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې اوږده مقاومت وکړي. د هغوی ټوله لوبډله په ۳۹م اوور کې په ۱۳۶ منډو وسوځېده، چې له امله یې افغانستان په اسانۍ د بریا تر څنګ د پام وړ منډو توپیر هم ثبت کړ.

راشد خان د افغانستان په توپ اچوونکو کې تر ټولو اغېزناک و او څلور ویکټې یې واخیستې. فضل دوه لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې الله محمد غضنفر او محمد نبي یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

دا لوبه د افغانستان په کوربتوب له بنګله دېش او زمبابوې سره د درې اړخیزو سیالیو د لړۍ دویمه لوبه وه. په لومړۍ لوبه کې زمبابوې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه، او افغانستان به خپله راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.