د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د کاسا په چوکاټ کې د افغانستان له لارې د نوې رېل‌لارې د جوړولو هوکړه

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

قزاقستان، اوزبکستان او متحده عربي اماراتو د کاسا پروژې په چوکاټ کې د یوې نوې رېل‌لارې د جوړولو هوکړه لاسلیک کړې ده. ټاکل شوې دغه مسیر قزاقستان او اوزبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلوي او د منځنۍ اسیا مالونه د کراچۍ او ګوادر بندرونو ته ورسوي.

د هوکړې له مخې، درې واړه هېوادونه به د دې پروژې تخنیکي او اقتصادي امکان‌سنجونه وکړي او د تمویل لارې به هم وارزوي. د پروژې د چارو د همغږۍ لپاره د تخنیکي، اقتصادي او مالي برخو ګډې کاري ډلې د جوړولو پلان هم مطرح شوی دی. د قزاقستان د حکومت په وینا، د رېل‌لارې دغه مسیر په کال کې د شاوخوا لس میلیونو ټنو بار د لېږد وړتیا لرلی شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي د هوکړې هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې پروژه باید له کاغذي ژمنې څخه عملي پړاو ته ولاړه شي. د خونې سلاکار خان جان الکوزي ویلي، ایران هم د دې ډول پروژو په پانګونه کې لېوالتیا لري او که نوې رېل‌لاره جوړه شي، د افغانستان پر سوداګرۍ او ټرانزیټ به مثبت اغېز ولري.

افغان سوداګر په ځانګړي ډول د پاکستان پر لور د سوداګرۍ او تګ راتګ د لارو د اوږدمهاله بندښت له امله د بدیلو ترانزیټي لارو هرکلی کوي. د افغانستان د وچې مېوې د صادراتو ټولنې ویاند خالد احمد رحماني وايي، د ترانسپورټ او ټرانزیټ لوړ لګښتونه افغان محصولات په نړیوالو بازارونو کې له سیالۍ پاتې کوي. د هغه په باور، د رېل‌لارې پراختیا کولای شي د انتقال بیې راکمې او د وچې مېوې د صادراتو سیالي پیاوړې کړي.

اقتصادپوه اذرخش حافظي د افغانستان لپاره د یوې سراسري رېل‌لارې جوړول سیمه‌ییز او نړیوال اهمیت لرونکی بولي. د هغه په وینا، افغانستان د سیمې یوازینی هېواد دی چې سراسري رېل‌لار نه‌لري، نو د منځنۍ او جنوبي اسیا او همدارنګه د ختیځې او لوېدیځې اسیا ترمنځ د مالونو د لېږد په برخه کې ستونزې موجودې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، اوس مهال په بلخ، هرات او فاریاب کې د رېل‌لارې سلګونه کیلومتره مسیرونه له اوزبکستان، ایران او ترکمنستان سره د افغانستان اړیکې ټینګوي او پرې سوداګریز مالونه لېږدول کېږي. د عامه کارونو وزارت مسوولانو د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې د رېل‌لارې د وضعیت په اړه د ازادۍ راډیو پوښتنو ته د راپور تر خپرېدو پورې ځواب نه و ورکړی.