ملګرو ملتونو د افغانستان د خوړو ناامنۍ او ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه خبرداری ورکړ

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د مرستو کمښت، د خوراکي توکو لوړې بیې او د کار فرصتونو کمېدل به راتلونکی ژمی د افغانستان د میلیونونو وګړو پر ژوند او د خوړو پر خوندیتوب فشار زیات کړي.
د دغو ادارو د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د ډلبندۍ یا «IPC» د وروستۍ ارزونې له مخې، د روان کال له نومبره د راتلونکي کال تر اپرېل پورې به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی ونه لري. دا اټکل د تېر کال د همدې مودې له ۱۷.۴ میلیونو کسانو څخه لوړ دی او د افغانستان د نفوس نږدې ۴۰ سلنه جوړوي.
ارزونه ښيي چې نږدې پنځه میلیونه کسان به د لوږې له بیړنۍ کچې سره مخ شي. د ملګرو ملتونو ادارو ویلي، دغو خلکو ته به د ژوند ژغورنې او د عاید د سرچینو د ساتنې لپاره عاجلې مرستې اړینې وي. په بدخشان، بادغیس، دایکنډي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني په کلیوالو سیمو کې د وضعیت د لا خرابېدو اټکل شوی دی.
د خوړو له ناامنۍ سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونیسیف» او د لوږې پر وړاندې د مبارزې اړوندې ادارې اټکل کوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به له څلورو میلیونو ډېر ماشومان د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري. د دوی په وینا، دا به په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر وي؛ شاوخوا ۱.۰۹ میلیونه ماشومان به له شدیدې او نږدې درې میلیونه نور به له منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د دغو ادارو د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې به نږدې ۱.۳ میلیونه امیندواره یا شیدې ورکوونکې ښځې هم له خوارځواکۍ سره مخامخې شي. هغه ولایتونه چې خوارځواکي پکې بحراني بلل کېږي، په ۲۰۲۵ کال کې له اوو څخه په ۲۰۲۶ کال کې لسو ته لوړ شوي او اټکل دی چې په ۲۰۲۷ کال کې به ۱۴ ولایتونو ته ورسېږي.
په ننګرهار کې روغتیايي رضاکار الفتالله محب ازادۍ راډیو ته ویلي چې بېکاري، پراخه بېوزلي، د کرنیزو محصولاتو کموالی، وچکالي، طبیعي افتونه، د خوراکي توکو ګراني او د خلکو د پېرلو د ځواک کمزوري د دې ستونزې مهم لاملونه دي. د هغه په وینا، د کورنیو د عاید سرچینې کمزورې شوې او ډېرې کورنۍ نه شي کولای خپلو ماشومانو ته کافي خواړه برابر کړي.
ملګرو ملتونو د مرستو د کمېدو، د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې خدمتونو ته د محدود لاسرسي او اړینو تغذیوي توکو ته د رسېدو د خنډونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغو ادارو غوښتنه کړې چې د ژمي له رارسېدو مخکې خوراکي مرستې، بیړنی کرنیز ملاتړ او د خوارځواکۍ د درملنې لپاره مالي امکانات برابر شي. د طالبانو د حکومت ویاند د دغو خبرداریو په اړه د ازادۍ راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.