د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په کندهار کې د وچو اینځرو بیې راټیټې شوې؛ سوداګر د بازار له کمزورۍ شکایت کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په کندهار کې د وچو اینځرو یو شمېر عمده پلورونکي وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د دغه محصول بازار کمزوری شوی او بیې یې په ځینو مواردو کې تر نیمايي پورې راټیټې شوې دي. دوی د دې وضعیت لامل له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل، د بار وړلو د لګښتونو لوړېدل او د پېرودونکو د شمېر کمېدل بولي.

د اینځرو عمده پلورونکي خیرالله، چې نږدې اووه کاله یې په دې کاروبار کې تېر کړي، وايي هغه اینځر چې تېر کال به په شاوخوا زرو افغانیو پلورل کېدل، اوس نږدې په ۵۰۰ افغانیو خرڅېږي. د هغه په وینا، له پاکستان سره د لارو تړل کېدو د افغانستان د اینځرو د صادراتو پر بهیر، په ځانګړي ډول هند ته د توکو پر لېږد، منفي اغېز کړی دی.

خیرالله وايي، د وچو اینځرو د بېلابېلو ډولونو بیې هم د تېر کال په پرتله ښکته شوې دي. د بېلګې په توګه، د سپینو اینځرو څلور کیلو او ۴۰۰ ګرامه اندازه چې تېر کال به له ۲۸۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانیو پلورل کېده، اوس یې بیه له ۱۸۰۰ تر ۱۹۰۰ افغانیو پورې ده. هغه زیاتوي چې ځینو سوداګرو به پخوا لس موټره اینځر اخیستل، خو سږ کال یې پېرود تر یوه موټر پورې محدود شوی دی.

د بڼوالو څخه د اینځرو بل پېرودونکی نظیر احمد وايي، د لېږد په بهیر کې ځنډ د سوداګرو راکړه ورکړه زیانمنه کړې ده. نوموړی ادعا کوي چې سوداګر د کارګو د نشتوالي له امله له بڼوالو څخه محصول نه اخلي؛ له همدې کبله ځینې پلورونکي تاوان کوي او ځینې یوازې خپل لګښتونه بېرته ترلاسه کوي. هغه له حکومته غواړي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بېرته پرانیستو لپاره اقدام وکړي.

خو د افغانستان د وچې مېوې د صادرونکو ټولنې ویاند خالد احمد رحماني وايي، د پاکستان د لارې تړل کېدو د اینځرو پر ټولیزو صادراتو اغېز محدود پاتې شوی، ځکه یو شمېر مالونه د ایران له لارې متحده عربي اماراتو، د ترکیې له لارې هند او د هوايي دهلېزونو له لارې نورو بازارونو ته لېږدول کېږي. هغه زیاتوي چې د ترانسپورټ لوړه بیه، دودیزه بسته‌بندي او د ځینو شرکتونو له خوا د نړیوالو صادراتي معیارونو نه رعایتول هم د افغانستان د اینځرو د نړیوالې غوښتنې د کمېدو مهم عوامل دي.

رحماني وايي، کندهار د اینځرو له مهمو تولیدي مرکزونو څخه دی، خو په دغه ولایت کې د پروسس او معیاري بسته‌بندۍ مناسب سیستم کمزوری دی. د هغه په وینا، د حاصلاتو د راټولېدو پر مهال په بندرونو او هوايي ډګرونو کې ګڼه‌ګوڼه تر یوه بریده عادي ده، ځکه په همدې موسم کې صادرات زیاتېږي.

د سوداګرو د ستونزو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر غوښتل شوی و، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب نه و ورکړی. د وزارت یوه ویاند مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو اتو میاشتو کې له افغانستانه د څه باندې ۴۳ زره ټنو اینځرو صادرات شوي، چې ارزښت یې نږدې ۲۱۴ میلیونه ډالرو ته رسېده. د کندهار د وچې مېوې د ټولنې د معلوماتو له مخې، هند ته د دې محصول لېږد چې پخوا شاوخوا لس ورځې وخت نیوه، اوس له ۵۵ ورځو تر دوو میاشتو پورې غځېدلی دی.