د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

جمهوریت د [زه] ګرځولوپه کشمکش کې| شهرت ننګیال

افغان اتلان · پښتو
یاره خبره دې په ګل بدله| شهرت ننګیال
د 1984 دسمبرمیاشت وه، په پاکستان کې افغان کډوالوته د خدای د میلمنو په توګه ښه راغلاست ویل کېده، پنډغالي یو په بل پسې غځېدل، د جهاد هنګامه توده وه، له لوېديز اوعربو د مرستو چينې خوټېدلې، په راشن پاس کې پر دالو، غنمو، غوړیو او…سربېره د [پچاسي] ځانګړې خانه هم ډکه وه. د ناصرباغ پنډغالي کې له لودیز د راغلیو، ښاغلیو سرمشرانو لپاره ځانګړی سټیج جوړشوی و چې له کډوالو سره د خواخوږی په څرګندولو ځوانان سپیڅلې جګړې ته دیکه کړي.
ریګن، مارګریت تاچر اوجنرال ضیا په ګډه د جهاد او اسلام له غمه اوښکې تویولې.
لویديز دموکراسی ته په شا اړولو د پاکستان پوځي دیکتاتور مارشالایی حکومت له ټولو منلی نظام ښکاریده، ځکه خو یی په افغانستان کې هم د اسلامي نظام ټینګښت ته مټې نغښتې وې.
قاضي حسین احمد پر مولانا کشاف او میجرمست ګل د جهاد کنفرانسونه تاوده ساتل.
د دسمبر پر یوولسمه جنرال ضیا ریفرنډم اعلان کړ چې خلک رایه څرګنده کړي چې اسلامي نظام غواړي که نه؟
پر سبا یی د ریفرنډم پایلې اعلان کړې، ۹۹ سلنه د اسلامي نظام غوښتونکي اعلان شول.
ماښام جنرال ضیا تاو کړي بریتونه پر تلویزیون له څرګندیدو سره اعلان کړه چې ۹۹ سلنې  اسلامي نظام غوښتی، د دې مانا دا ده چې دوی په حقیقت کې زه او زما نظام غوښتی، ځکه دا زه یم چې د اسلامي نظام د نفاذ پر هوډ دریدلی یم، فلهذا د ریفرنډم پایله چیف مارشالا صدرجمهوریه اسلامي پاکستان جنرل محمد ضیاالحق دی.
افغانستان کې  ورته لوبه غځېدلې چې له امله یی جمهوریت ته  د [زه] مانا را ایستلې ده، له همدې خایه
په افغانستان کې د جمهوریت مانا حامدکرزی، او محمد اشرف غني راوتلې.
که پرون چا جمهوریت غوښت مانا یی دا را ایستله چې حامد کرزی غواړي، نن که جمهوریت غوښتل کيږی مانا یی اشرف غني راوځي.
جمهوریت د یوه شخص د حاکمیت د دوام ضمانت نه دی، اشرف غني دې خلک پر طالبانو نه ډاروي چې که د ده فاسد حکومت او مفسدو چارواکو ته یی کرښه تېره کړه مانا جمهوریت یی چلنج کړ، که د ده له فاسد حکومت او مفسدې ادارې یی برات وښود طالبان به پرې راوغورځی، له طالبانو ډار دې د خپل نامشروع واک دوام نه ګرځوي.
کتنې۰