د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې د ۴۷۹ منډو هدف په تعقیب کې له ستونزمن حالت سره مخ

افغان اتلان · پښتو
افغانستان د بنګله‌دېش پر وړاندې د ۴۷۹ منډو هدف په تعقیب کې له ستونزمن حالت سره مخ

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ټیسټ کرکټ سیالي د پای ورځې تر پیل مخکې حساس پړاو ته رسېدلې ده. بنګله‌دېش افغانستان ته د لوبې د ګټلو لپاره د ۴۷۹ منډو هدف ټاکلی، خو افغان لوبډلې د څلورمې ورځې تر پایه د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې جوړې کړې دي.

افغانستان د بریا لپاره لا ۳۴۷ منډو ته اړتیا لري او اووه لوبغاړي یې لا په لاس کې دي. د لوبې پنځمه او وروستۍ ورځ به د سه‌شنبې په ورځ ترسره شي. که افغان لوبډله خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورنه کړي، سیالي د مساوي پای ته رسېدو امکان هم لري.

صدیق اتل او حشمت شهیدي د لوبې تر دې پړاو وروسته په میدان کې پاتې دي. د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه تر ۵۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېد. نوموړي د ټیسټ لوبډلې د کپتان په توګه په خپله لومړۍ سیالۍ کې یوه سلیزه او یوه پنځوسیزه ثبت کړې ده.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ تر اوسه دوه ټیسټ سیالۍ شوې دي چې دواړو لوبډلو یوه، یوه بریا پکې ترلاسه کړې ده. افغانستان په ټولیز ډول ۱۱ ټیسټ لوبې کړې دي؛ درې یې ګټلې، اووه یې بایللې او یوه سیالي یې مساوي پای ته رسېدلې ده.

افغانستان به له دې ټیسټ وروسته د بنګله‌دېش او زمبابوې ترڅنګ په درې اړخیز یو ورځني ټورنمنټ کې هم ولوبېږي. د یاد ټورنمنټ ټولې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په ابوظهبي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.