عاصم منیر غواړي پاکستان ووېشي!| منصور افغان

ما لاسي دې لیکنې ته داسې عنوان وټاکه چې لوستونکو ته جالب ښکاره شي، اوس مو چې دلته یې نو د دې لیکنې لوستلو ته مو رابولم.
څه باندې دوه زره کاله وړاندې د مقدونیې فیلیپ د ((ووېشه او حکومت وکړه)) خبره کړې وه. له هغه وخت راهیسې زورواکو د خپل واک د ټینګولو لپاره دا تګلاره کارولې ده. اوس داسې ښکاري چې د پاکستان د پوځ مشر، فیلډ مارشال عاصم منیر، غواړي دا خبره د هېواد پر سیاسي نقشه عملي کړي.
په پاکستان کې ولسمشر او لومړی وزیر شته چې په رسمي توګه د پوځ تر مشر لوړ دي. خو د فارن افیرز او ایکانومېست د څو لیکنو له مخې، اصلي واک د منیر په لاس کې دی. نوموړی غواړي د هېواد اوسني څلور ایالتونه په وړو واحدونو ووېشي. پلویان یې دا د حکومتولۍ د ښه کولو لار بولي، خو منتقدان وايي چې تر شا یې د سیاسي مخالفانو د کمزوري کولو او د پوځ د واک د لا پراخولو هڅه ده.
د عمران خان د پلویانو احتجاج او د واک بله سیالي
په وروستیو اوونیو کې د پاکستان ډېری خبرونه پر دې راڅرخي چې ایا د عمران خان تحریک انصاف ګوند ته به د خپل بندي مشر په ملاتړ د لاریون اجازه ورکړل شي که نه.
د پخواني لومړي وزیر پلویانو خلک احتجاج ته رابلل، خو وزیرانو په ګواښونو ځواب ورکاوه. په اسلاماباد کې چارواکو د سړکونو د تړلو لپاره تر دوو زرو ډېر باروړونکي کانټینرونه ځای پر ځای کړي وو. پر ځینو یې مېخونه هم لګول شوي وو، او د ښار د ننوتلو په لارو کې په ډنډو سمبال پولیس ځای پر ځای شوي وو.
د تحریک انصاف او حکومت خبرې بېپایلې شوې. بالاخره د اکتوبر پر څلورمه د عمران خان شاوخوا پنځه زره پلویانو د خیبر پښتونخوا له لکي مروت څخه لاریون پیل کړ. دا سیمه د اسلاماباد لوېدیځ ته شاوخوا ۲۷۵ کیلومتره لرې ده. هغوی هیله لرله چې په لاره کې به نور کسان هم ورسره یوځای شيږ
خو د دې احتجاجونو تر شا د واک بله سیالي هم روانه ده. په داسې حال کې چې عمران خان د خلکو او رسنیو پام ځان ته اړوي، د پوځ مشر د هېواد د سیاسي نقشې د بدلولو پلان جوړوي.
د نویو ایالتونو پلان څه دی؟
منیر غواړي اوسني څلور ایالتونه له منځه یوسي او پر ځای یې نوي واحدونه جوړ کړي. د ۱۲ یا ۱۵ ایالتونو خبرې کېږي، خو د ۱۶۰ ډېرو وړو اداري واحدونو احتمال هم یاد شوی دی.
د دغو واحدونو چارې ښايي ټاکل شوي مشران، ایالتي یا ضلعي جرګې، او یا د (حکومت) له خوا ګومارل شوي کسان پر مخ یوسي. په اوسني نظام کې له (حکومت) څخه عملاً د پوځ مشر ته اشاره کېږي.
د پلان جزئیات لا نه دي څرګند شوي. خو اغېز به یې یوازې اداري نه وي. د ایالتونو وېشل به هغه سیاسي مرکزونه هم مات کړي چې د پاکستان لویو ګوندونو او سیاسي کورنیو پکې خپل نفوذ ټینګ کړی دی.
دا بحث د جولای په میاشت کې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي لا تود کړ. هغه په یوه وینا کې وویل چې د پاکستان د حکومتولۍ نظام (نړېدلی) دی. د ده په خبره، د نفوس زیاتوالی، پر وارداتو تکیه او مخ په ډېرېدو پورونه داسې ستونزې دي چې اوسنی دیموکراتیک نظام یې د حل توان نه لري.
نقوي د ناهیلو ځوانانو لپاره د (ګونګټو) سپکوونکې کلمه وکاروله او خبرداری یې ورکړ چې هغوی هر څه ګډوډولی شي. د ده په اند، یوازینۍ حللار دا وه چې څلور ایالتونه په وړو واحدونو ووېشل شي.
ولې پنجاب او سند دومره مهم دي؟
د دې لپاره چې د پلان حساسیت روښانه شي، باید د پنجاب او سند سیاسي اهمیت ته وکتل شي.
پنجاب د پاکستان تر ټولو شتمن او ګڼنفوسه ایالت دی. لاهور او شاوخوا حاصلخېزې سیمې یې له پخوا د سوداګرۍ او اقتصاد مهم مرکزونه دي. په تېرو نږدې څلورو لسیزو کې د شریف کورنۍ او مسلم لیګ (ن) ګوند د دغه ایالت پر سیاست پراخ نفوذ لرلی دی.
لومړی نواز شریف په پنجاب کې خپل واک ټینګ کړ او وروسته د پاکستان لومړی وزیر شو. بیا یې ورور، شهباز شریف، چې اوس لومړی وزیر دی، د پنجاب چارې پر مخ یووړې. اوس د نواز شریف لور، مریم نواز، د ایالت اعلی وزیره ده او د خپل تره د لومړي وزارت څوکۍ ته هم سترګې په لار ده.
سند بیا د بوټو کورنۍ او پیپلز ګوند سیاسي مرکز دی. ذوالفقار علي بوټو په ۱۹۶۰مو کلونو کې هلته د خپل ګوند بنسټ ټینګ کړ او وروسته د پاکستان واکمن شو. تر هغه وروسته یې لور، بېنظیر بوټو، د ګوند مشره شوه چې په ۲۰۰۷ کال کې ووژل شوه.
اوس یې مېړه، اصف علي زرداري، چې د پاکستان ولسمشر دی، پر ګوند پراخ نفوذ لري. نوموړی د واکمن ائتلاف ملاتړ کوي او پوځ ته نږدې ګڼل کېږي. زوی یې، بلاول بوټو زرداري، لوړو دولتي څوکیو ته چمتو کېږي.
په سند کې د کراچۍ ښار هم راځي چې د پاکستان ستر بندري ښار او سوداګریز مرکز. د دغه ښار سرچینې او د ایالتي حکومت واک د پیپلز ګوند لپاره ځانګړی اهمیت لري.
ایا کوچني ایالتونه به حکومتولي ښه کړي؟
د پلان پلویان وايي چې اوسني ایالتونه ډېر لوی دي، فساد پکې پراخ دی او خلکو ته خدمتونه سم نه رسېږي. دا استدلال یو څه بنسټ لري.
په پنجاب کې ۱۲۸ میلیونه خلک اوسېږي، یعنې د پاکستان د ټول نفوس تر نیمايي لږ څه زیات. د پرتله کولو لپاره، د امریکا په تر ټولو ګڼنفوسه ایالت، کالیفورنیا، کې د هغه هېواد یوازې ۱۲ سلنه وګړي ژوند کوي. بلوچستان بیا یوازې ۱۵ میلیونه نفوس لري، چې د پاکستان د ټول نفوس شاوخوا ۶ سلنه کېږي.
په دومره لوی پنجاب کې کلیوال خلک د ځمکې د یوې شخړې یا بل دولتي کار لپاره څو ساعته سفر کوي. بنسټیز خدمتونه هم کمزوري دي. د ایالت تر څلورمې برخې لږ وګړي په کورونو کې د څښاک پاکو اوبو ته منظم لاسرسی لري.
په سند کې هم پر پیپلز ګوند د فساد تورونه لګېږي. زرداري د پاکستان له تر ټولو شتمنو کسانو څخه ګڼل کېږي.
له همدې امله، د ایالتي نظام د اصلاح اړتیا ردول ګران دي. اصلي پوښتنه دا ده چې دا اصلاحات به د خلکو لپاره وي، که د یوه کس د واک لپاره؟
اقتصادي ستونزې او د پوځ خپله ونډه
منیر وايي چې لوی ایالتونه د پاکستان د خراب وضعیت یو مهم لامل دي. د هېواد اقتصادي حالت رښتیا هم ښه نه دی. د اقتصادي ودې کچه یې د هند د ودې تر نیمايي هم کمه ده. د سپتمبر په میاشت کې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ګراني ۱۰.۳ سلنه وه.
د پورونو له ورکړې او پوځي لګښتونو وروسته مرکزي حکومت ته ډېرې لږې پیسې پاتې کېږي. په جولای کې پر پټرولو مالیې زیاتې شوې، او په سپتمبر کې د دغو مالیو پر ضد یو لوی احتجاج وځنډول شو.
منیر احساس کوي چې په نړیواله کچه د ده بریاوې په کور دننه د ملکي چارواکو له کار سره برابرې نه دي. د هغه په خبره، منیر د امریکا او ایران ترمنځ په خبرو کې یو مهم لوری ګرځېدلی، خو ملکي همکاران یې د هېواد ستونزې نه شي حل کولی.
خو د پاکستان د اقتصادي او اداري ستونزو پړه یوازې پر ملکي سیاستوالو نه شي اچول کېدای. پوځ د مالیه ورکوونکو د پیسو لویه برخه لګوي، د هېواد د قیمتي ځمکو پراخې سیمې یې په واک کې دي او ګڼ کاروبارونه چلوي. دغه کاروبارونه خپل سیالان هم تر فشار لاندې راولي.
پاکستان له جوړېدو راهیسې د خپل عمر څه باندې ۴۰ سلنه د پوځ تر مستقیمې واکمنۍ لاندې تېر کړی دی. د پاتې مودې په ډېره برخه کې هم ملکي حکومتونه د پوځ له ناراضه کولو وېرېدلي دي.
له هند سره د اړیکو خراب ساتل هم د پوځ په ګټه تمامېږي. دا کار یې د لویې بودیجې غوښتنه پیاوړې کوي، خو هېواد ته دروند زیان رسوي. نو هغه اداره چې ځان د ستونزو حل بولي، خپله هم د دغو ستونزو په پیدا کېدو او دوام کې ونډه لري.
د واک د راټولولو مخکیني ګامونه
د ایالتونو د وېش پلان په داسې وخت کې مطرح کېږي چې منیر لا له وړاندې خپل واک پراخ کړی دی.
په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان اساسي قانون دوه ځله تعدیل شوی دی. یوه نوې فدرالي اساسي قانون محکمه جوړه شوې چې د نظام وفادار کسان پکې ځای پر ځای شوي او پر سترې محکمې برلاسی لري. په سپتمبر کې دې محکمې عملاً د هغه حکم د پلي کېدو مخه ونیوله چې عمران خان باید د درملنې لپاره یوه خصوصي روغتون ته ولېږدول شي.
منیر پر هوايي او سمندري ځواکونو هم خپل کنټرول زیات کړی او په وسلهوالو ځواکونو کې د ګومارنو او ګوښه کولو پر پرېکړو یې واک پراخ شوی دی.
پر هغو ګومارنو یې نفوذ هم په ښکاره منل کېږي چې په رسمي توګه د ملکي حکومت صلاحیت دی. شهباز شریف تر ډېره د پوځ په خوښه چلېدونکی لومړی وزیر ګڼل کېږي، خو محسن نقوي تر هغه ډېر ځواکمن بلل کېږي، ځکه د منیر نږدې کس دی.
په جون کې هم منیر ایالتونه اړ کړل چې له مرکز څخه د داسې مرستو له اخیستو تېر شي چې ارزښت یې د ټول عامه لګښت شاوخوا ۳ سلنه و.
منتقدان وايي چې د ایالتونو وېشل به ملکي حکومت نور هم کمزوری کړي. ځینې وېره لري چې د خدمتونو د ښه کېدو پر ځای به یوازې نورې داسې دولتي څوکۍ جوړې شي چې سیاسي ملاتړي پرې ونازول شي.
قانوني خنډ او د ګوندونو بېلابېل دریځونه
د پاکستان د اساسي قانون له مخې، د یوه ایالت د وېش لپاره د هغه د خپلې اسمبلۍ د غړو دوه پر درېیمه اکثریت ته اړتیا ده. یعنې هغه ګوندونه باید د پلان ملاتړ وکړي چې خپل سیاسي واک به یې ورسره کمېږي.
مسلم لیګ (ن) ښايي دې کار ته غاړه کېږدي. ګوند له کمزوري ولسي ملاتړ سره مخ دی او له اوسني نظام سره یې خپل برخلیک تړلی دی. که څه هم شریف کورنۍ به د پنجاب وېش نه غواړي، خو ښايي له وېش وروسته هم خپل سیاسي حضور وساتي.
د پیپلز ګوند لپاره بیا موضوع تر دې ډېره جدي ده. کراچۍ د ګوند د سرچینو د وېش او د سیاسي ملاتړ د ساتلو په نظام کې مهم ځای لري. ګوند په خپله کراچۍ کې پراخ ملاتړ نه لري، خو پر سند د واکمنۍ له لارې د ښار پر چارو او سرچینو کنټرول لري. د سپتمبر په میاشت کې د سند اسمبلۍ د ایالتونو د وېش پلان د ردولو پرېکړهلیک تصویب کړ.
داسې ګومان کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې به د دې وړاندیز په اړه ټولپوښتنه وشي، څو د ایالتي اسمبلیو د موافقې له اړتیا پرته پلان مخته یووړل شي.
ځینې څارونکي وېره لري چې داسې رایهاچونه به منیر ته د یوه ځواکمن اجرائیوي ولسمشر کېدو لار پرانیزي. جنرال پروېز مشرف هم په ۲۰۰۰مو کلونو کې، له یوه ملکي حکومت څخه د واک تر نیولو وروسته، ورته لاره غوره کړې وه.
د اصلاحاتو اړتیا شته، خو د چا په ګټه؟
په داسې هېواد کې چې بېلابېلو سیاسي غږونو ته لږ ځای ورکول کېږي، لوی ایالتونه د مرکز د واک د انډول ساتلو مهمه وسیله ده. پنجاب او سند د پوځي واکمنیو پر مهال هم تر یوه بریده د سیاسي ځواک جلا مرکزونه پاتې شوي دي.
همدا لامل دی چې د ایالتونو د وېش پلان یوازې د اداري اسانتیاوو په نوم نه شي ارزول کېدای. باید وکتل شي چې واک به خلکو ته نږدې کړي، که به یې لا ډېر د پوځ د مشر په لاس کې راټول کړي.
لا څرګنده نه ده چې منیر به خپل پلان عملي کړای شي که نه. هغه پراخ ولسي ملاتړ نه لري او ښايي ونه غواړي چې ټول سیاسي شریکان یې ترې واوړي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې عمران خان لا هم د خلکو له پراخ ملاتړ سره په زندان کې دی. د تحریک انصاف ځینې کسان د پوځ او حکومت ترمنځ په راپیدا کېدونکو اختلافونو کې د ځان لپاره فرصت ویني.
د پاکستان ایالتي نظام اصلاحاتو ته اړتیا لري. خو د منیر د واک د پراخولو مخینه دا باور کمزوری کوي چې اوسنی پلان به د عامو خلکو د اړتیاوو لپاره وي. که پایله یې دا وي چې ایالتي حکومتونه د یوه کس غوښتنو ته په اسانۍ غاړه کېږدي، نو دا به د حکومتولۍ اصلاح نه، بلکې د واک د لا ټینګولو هڅه وي. د هېواد د خیر لپاره، منیر باید له داسې پلانه تېر شي. خو مه دې شه!