ریچارډ بېنیټ: پر افغان ملکي وګړو د بریدونو قضیې باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ ویلي، پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو په تړاو باید حساب ورکونه وشي او نړیواله جنایي محکمه دې د دغو پېښو د څېړلو امکان وارزوي.
بېنیټ بيبيسي ته ویلي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما د معلوماتو له مخې، په وروستیو پېښو کې د وژل شویو او ټپیانو ډېره برخه ملکي کسان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان د شخړې اغېزې تر ټولو ډېر پر هغو خلکو پرېوځي چې له مخکې له پامه غورځول شوي او له محرومیت سره مخ دي.
نوموړي د روان کال په مارچ کې په کابل کې د یوه هوايي برید یادونه هم کړې ده. د هغه په وینا، دغه برید د نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې پر یوه روغتون شوی و. بېنیټ وايي، د یوناما د شمېرو له مخې په دې پېښه کې ۲۶۹ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي؛ د ده د معلوماتو له مخې، قربانیان ټول نارینه او د درملنې او بیارغونې په بهیر کې وو.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، د پېښو د بشپړې او خپلواکې څېړنې غوښتنه یې ځکه کړې چې ښايي د نړیوال قانون له مخې د جنګي جرمونو په توګه وڅېړل شي، او قربانیان او د هغوی کورنۍ د عدالت او حساب ورکونې حق لري. هغه زیاتوي چې دا موضوع یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړې، خو شورا تر اوسه د دغو پېښو لپاره ځانګړی میکانیزم نه دی جوړ کړی.
د بېنیټ په خبره، شاوخوا یو کال مخکې جوړ شوی خپلواک تحقیقي میکانیزم کولای شي د ورته پېښو په اړه څېړنه وکړي. نوموړي همداراز ویلي چې نړیواله جنایي محکمه په افغانستان کې د وضعیت په تړاو له مخکې یوه فعاله پلټنه لري، او هیله یې څرګنده کړې چې د دغو بریدونو موضوع هم له نږدې وڅېړي. هغه ټینګار کړی چې د محکمې اقدام د هغې له پرېکړې سره تړاو لري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک د اکتوبر په لومړیو کې ویلي وو چې یوناما په ۲۰۲۶ کال کې له پولې هاخوا تاوتریخوالي له امله د څه باندې ۱۱۰۰ افغان ملکي وګړو مرګژوبله ثبت کړې ده. ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي د کمېدو او نړیوال قانون ته د درناوي غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ملکي خلک باید هر ځای خوندي وي.