وطن او جلاوطني/، فرید عرب زاده

.وطن حس دی، د مالکيت حس، د عزت او او خپلواکۍ حس، هغه حس چې ته یې په بل هيواد کې نه شې موندلی. وطن ايمان دی، ايمان باورونه دي، باورونه ارزښتونه دي، ارزښتونه تا رانيسي، داسې محکم چې هيڅ دې نه پريږدي. جلاوطني جبر دی، «جبر نازولی دی»، ستا ارزښتي تړاو تروړي. پرې کولی یې نشي، خو د زړه ريښې دردوي، داسې چې ته کله هم ارام نه شې کولی. د جلاوطنۍ هوا پاکه وي، خو ستا نفس نشي آرامولی، اوبه یې رڼې وي خو ستا تنده نه ماتوي، د جلاوطنۍ کوربه هيواد ډېر بنسټونه (اداري، تعميري، علمي او نور) معياري جوړ وي، خو هم تا ته او هم ته ورته پردی ښکارې. جلاوطنۍ کې جسمي ستړيا کمه وي، ځکه اول خو دولتونه دومره مالي امکانات درته برابروي، چې ته د ګيډې په غم کې نه یې، يا دنده پيدا کوې او دومره پیسې اخلې چې بسنه کوي، خو خوب به دې ناارامه وي، د وطن کوڅې، شور او ګډوډي به بيا بیا ځان دريادوي.
وطن او جلاوطني متضاد قطبونه دي. يو یې له اراميو او سکون ډک دی، بل یې له لالهانديو او نااراميو. د وطن ژوند طبيعي دی، خوراک، چاپيريال، ښه او بده، دوستان او ملګري ستا د ذهن په الګاريتم کې جوړ او يا د ذهن الګاريتم هغوی ته جوړ وي. جلاوطنۍ کې اصليت يا نه وي، او يا کم رنګه وي، ستا ذهن تاته هره شيبه وايې چې دا ستا ځای نه دی او ته د دې ځای نه یې، ماحول دې د ذهن په الګاريتم کې نه جوړيږي. هغه څه چې ستا ذهن یې د ارزښتونو په نوم پيژني او يا ستا باورنه دي، دلته يې يا څوک نه پيژني او يا یې ته د ارزښت په نوم او مفهوم نشې وړاندې کولی او نه یې درسره خلک مني. ته هر وخت په يو اندروني ټکر کې یې، داسې ټکر چې نه یې سمولی شې او نه یې منلی شې.
وطن خوږ دی داسې لکه توره ګوړه، له ناورينونو ډک دی، له ظلمونو ډک دی، له نادودو ډک دی، لوږې او بې کارۍ په سر اخيستی دی، خو بيا هم خوږ دی. یوازې دا نوم یې تاته سکون درکوي، بیرغ یې ستا د وجود ويښتان را ولاړوي، غرونه او دښتې یې تا په ځان بيا بيا مينوي. تا ته په خوب راځي، تا غواړي او ته یې غواړي.
حاکمانو! دا په زړه داغ جلاوطني مه پردي کوئ! د وطن په لوڼو او ميندو رحم وکړئ! خدای موقع درکړي ده، دا موقع مه ضايعه کوئ. د غرور له دريځه راښکته شئ! حقيقتونه درک کړئ! حقيقتونو ته په کتو مخ کې ولاړ شئ! پالیسۍ او تګلارې مو د ولس اړتياو او وږو ګېډو ته په کتو جوړې کړئ او زر یې اعلان کړئ! آمرثاني مو نهايي کړئ! د ولس وږو ګېډو ته وګورئ! جلاوطني مه پردي کوئ.
ارمان جلاوطنی
سر لوړي اوسئ