په افغانستان کې نوې لویه پانګونه| هاشم مهمند

په افغانستان کې د ملي تاجر میرویس عزیزي له خوا د لس ملیارډه ډالرو پانګونې پرېکړه د هر افغان دپاره د خوشحالۍ او ویاړ خبر دی. د «عزیزي بانک» مشر وویل چه دا لس میلیارډه ډالره به د پنځو تر شپږو زره کلیوواټه برېښنا او نور به یې په هېواد کې د اوسپنې د پټلیو پر غزولو ولګول شي.
د برېښنا او حمل و نقل په برخه کې دا ډول لویه پانګونه په افغانستان کې د صنعتي انقلاب د پیل او بریالیتوب سره ډېره مرسته کوي. د نړۍ پرمختللي صناعتي هېوادونو هم په اتلسمې او نولسمې پېړیو کې د خپلو صنعتي انقلابونو په پیل کې د انرژۍ او حمل او نقل مسئله د اقتصادي پرمختګ بنسټ او زېربنا وبلله او تر هر څه دمخه یې د دې مسئلې حل ته پاملرنه وکړه. نن هم د پرمختللو هېوادنو ټوله پاملرنه د انرژۍ د منابعو او د حمل او نقل د لارو امنیت او خوندیتوب ته دی.
کارپوهان په دې باور دي، چه افغانستان د صناعتي کېدو دپاره ټول لازم امکانات او پوټنسیالونه لري، خو د میرویس عزیزي په شان ملي تاجرانو ته ضرورت لري چه د هېواد د زراعت او صنعت په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي، تر څو افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي او د نورو د احتیاج څخه د تل دپاره خلاص شي.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه چه د افغانستان په تاریخ کې دغه ډول لویه پانګونه هېڅکله هم نه د داخلي او نه هم د خارجي منابعو لهخوا تر سره شوې ده. او دا حقیقت دی. افغان چارواکي او افغان روشنفکران ټول په دې باور دي، چه هېواد یوازې د افغانانو په زیار او مټ آبادېدلای شي او په دې لار کې باید پر هېڅ بهرني ځواک تکیه و نه شي. د افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو تجربو دا حقیقت تر هر بل وخت زیات څرګند کړ.
نو که په هېواد کې تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي ا و دولت او ملي تاجران په هره برخه کې پانګونې وکړي، دا هېواد به ډېر ژر د زراعتي محصولاتو او صناعتي تولیداتو په برخه کې نه یوازې پر ځان بسیا شي، بلکې خپل کرنیز او صنعتي محصولات به نورو ملکونو ته هم صادر کړي.
ښاغلي عزیزي وویل چه دغه پانګونه به د ۵ کلونو په موده کې پلې او په دې سره به په افغانستان کې د زرهاو کسانو دپاره د کار او روزګار زمینه برابره شي.
خو د هېواد یو لړ بدبینه او بدنیته ځوانان په خپلو فېسبوکونو او پاڼو کې د ښاغلي عزیزي پر نېک نیت او څرګندونو شک څرګندوي. د دې شک یو علت د ښاغلي عزیزي د تېر کال څرګندونې دي، چه ویې ویل په کابل کې یې ۲۳ جریبه مځکه پېرودلې او غواړي هلته یوه ډېره مډرنه او مجهزه شفاخانه چه د بېلابېلو ناروغیو د درمل څانګې به ولري او د یتیمو ماشومانو دپاره به یوه ډېره مجهزه یتیمخانه جوړه کړي چه هر څه به په کې وړیا وي.
د دې پروژې درک لا نه دی معلوم او همدا وجه ده چه ځینې ځوانان د ښاغلي عزیزي پر نورو وعدو بدګمانه دي. خو ښاغلي عزیزي په خپلې وروستۍ ویډیويي مرکه کې چه د هرات په زنده جان ولسواکۍ کې یې وکړه وویل: «زه د دغسې لویې پانګونې وړتیا او توانایي لرم او بل دا چه کله یو قول او وعده ورکوم، پر خپل قول او وعده وفا کوم. دا ټول عمر همداسې وه.»
ښاغلی عزیزي نن سبا د نړۍ د لویو تاجرانو او پانګوالو په قطار کې شمېرل کېږي او د عربي هېوادونو په لویو پروژو کې ښکېل دی. دی نن سبا په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو لوړه آسمانخراش Skyscraper ودانۍ په جوړولو اخته دی، چه د لسهاوو میلیارډه ډالرو یوه پروژه ده. همدا شان دی په ډېرو نورو ورته پروژو کې لاس لري. نو داسې یو کس دېته څه ضرورت لري خپلو کړېدلو هېوادوالو ته درواغ ووایي او یا غلطې او ناحقه وعدې ورکړي؟
د هرات زلزله ځپلو دپاره د ده له خوا د څو سوه میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۵۰ کورونو جوړول چه تېره اوونۍ مستحقینو ته ووېشل شول، د وطن او اولس سره د ښاغلي عزیزي د مینې او علاقي ښه مثال دی.
زه په شخصي توګه میرویس عزیزي نه پېژنم او نه مې په ژوند لیدلی دی، خو د هېواد د یو بریالي تاجر او بزنسمین په توګه چه په سیمه کې یې نوم او اعتبار ګټلی دی او غواړي په خپل هېواد کې هم پانګونه وکړي او د سیمې او عربي نړۍ پانګوال په افغانستان کې سرمایه ګذارۍ ته تشویق کړي، ویاړم.
زه همدا شان زموږ د بدګومانه او منفي بافه افغانانو څخه هم غواړم په خپلو تبصرو او څرګندونو کې د انصاف پلو پرېنهږدي او د خپل هېواد ملي ګتو ته په کتو، د هېواد پر ملي شخصیتونو د بېځایه تورونو او تهمتونو د پورې کولو څخه ډډه وکړي. په دغه برخه کې د تېرو څلوېشتو کالو تجربې کفایت کوي.