د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

له حکمتيار سره د جنجال ماجرا بيعت ده

افغان اتلان · پښتو
له حکمتيار سره د جنجال ماجرا بيعت ده

ذبيح الله خورشيدى

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار يوازينى افغان سياستوال دى چې په کابل کې يې طالبانو ته د زړه له کومې هرکلى ووايه.

هغه د خپل حزب په استازيتوب د طالبانو له حکومت څخه له کوم شرط پرته ملاتړ اعلان کړ.

د حکمتيار په وينا همدا يوازينى اسلامي نظام دی چې ټول يې بايد ملاتړ وکړي او د افغانستان قضيه نوره بايد حل او هیواد له بحرانه راووځي.

له همدې امله د حزب مشر په خپلو اونيزو خطبو کې طالبانو ته د حکومتولۍ ځينې مشورې هم ورکولې او په ځينو مواردو کې يې بيا ښکاره د اسلامي امارت په کړنو نقد کاوه.

حکمتيار د نجونو د ښوونځيو، پوهنتون او کار له ممانعت موافق نه و او په دې برخه کې يې د طالبانو بنديز منطقي نه ګاڼه.

دغه راز  ښاغلي حکمتيار له طالبانو د يوې با صلاحيته شورا جوړېدل غوښتل چې  د حکومت لپاره طرزالعمل او کړنلاره جوړه کړي او پر اساس يې اساسي قانون جوړ شي.

دا هغه ټکي دي چې د اسلامي امارت او حزب اسلامي ترمنځ يې اوس د خولې خوند پيکه کړى او اړيکې ترينګلې شوي دي.

له حکمتيار يې هغه کور او استوګڼځاى اخيستى چې د ښاغلي محمد اشرف غني په مشرۍ حکومت ورته د سولې د معاهدې په پروتوکول کې ورکړى و.

خو د جنجال اصلي ماجرا څه ده؟

د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ جنجالونه پخوانۍ سابقه هم لري،خو د امريکا خلاف جګړې دوى په يو واحد صف درولي وو.

طالب چارواکي له همدې امله حکمتيار ته درناوى کوي چې د امريکا خلاف يې د جهاد ملګرتيا کړې ده او د دوى دريځ يې ستايلى.

خو اوس واړه جنجالونه غټ شوي دي او پخوانى نزاکت او درناوى هم پيکه شوى دی.
ما له ځينو کسانو چې له حزب اسلامي سره نږدې اړيکې لري  اورېدلي چې طالبانو له فتحې را وروسته دا کوښښ کاوه چې حکمتيار د دوى له امير مولوي هبۃ الله اخندزاده سره بيعت وکړي.

په دې اړه څو ځلې ځينې طالب وزيران د حکمتيار کور ته ورغلي او له هغه سره يې خبرې کړي دي.

خو د حکمتيار وړانديز دا و چې د بيعت په اړه لومړى بايد له امير المومنين سره له نږدې خبرې وکړي او وروسته به په دې اړه خپله پرېکړه کوي.

خو طالب چارواکي دې ته تيار نه وو چې د حزب اسلامي مشر له اميرالمومنين سره خبرو ته کښېني.

کله چې د بيعت په تړاو طالبان د حکمتيار په دريځ پوه شول چې بيعت نه کوي، له هغې وروسته يې د فشار په توګه لومړى د حکمتيار په اونيزو خطبو بنديز ولګاوه چې حکمتيار به له خپل ممبره د امارت په ځينو کړنو کلکې نيوکې کولې.

دې خطبو او په رسنيو کې د يو رهبر په توګه د هغه راښکاره کېدل طالب مشرتابه ته خوند نه ورکاوه.

وروسته دا جنجال تر دې ځايه راورسېد چې حکمتيار له خپل استوګنځى وایستل شي.

اوس که د عدليې وزير عبدالحکيم شرعي وروستيو څرګندونو ته وکتل شي هغه په واضح توګه حکمتيار ته خبردارى ورکوي چې دلته اوسې نو زموږ قانون به منې کنې وتلى به وې.

له دې ښکاري چې طالبان غواړي ټول هغه سياستوال چې افغانستان ته د راستنېدو لېواله دي او يا راغلي نو له دوى سره به بيعت کوي او سياسي فعاليت به نه شي کولاى.
له دې وړاندې د کډوالو وزير خليل الرحمن حقاني ويلي و چې د جمعيت ګوند مشر عطامحمد نور ورسره بيعت کړى دی. خو ښاغلي نور بيا دا خبره رد کړه.

اوس خبر شوم چې له خلکو سره د حکمتيار په ليدنو هم بنديز لګول شوى دی.
زه دې بدلونونو او تنګ نظريو ته چې ګورم د افغانستان راتلونکې راته ښه نه ښکاري.

کتنې۰