ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو ۴۵۸۲ سرغړونې ثبت کړې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال تر پایه ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په دې موده کې ۴۴۶ ماشومان وژل شوي او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي.
د ماشومانو او وسلهوالو شخړو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې راغلي، چې د درې کلنې مودې پر مهال د ماشومانو د حقونو ۴۵۸۲ تایید شوې سرغړونې ثبت شوې دي. دا پېښې د ۱۹۹۳ ماشومانو په اړه وې. که څه هم د سرغړونو ټولیز شمېر د تېرې ورته مودې په پرتله کم شوی، خو ناامني، بېوزلي، بېځایه کېدل، پاتې چاودېدونکي توکي او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه لا هم د ماشومانو وضعیت له جدي ګواښونو سره مخ کوي.
د راپور له مخې، د ماشومانو لپاره بشري مرستو ته د لاسرسي د مخنیوي ۲۲۴۱ پېښې تایید شوې دي، چې د مخکینۍ درې کلنې مودې په پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي. ملګرو ملتونو ویلي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه شاوخوا ۲۳ میلیونه او ۲۰۰ زره کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لرله، چې ۱۱ میلیونه او ۷۰۰ زره یې ماشومان وو.
راپور وايي، د ماشومانو د مرګژوبلې ۸۰ سلنه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده؛ په دې کې د پخوانیو جګړو پاتې ناچاوده مهمات هم شامل دي. د ملګرو ملتونو په وینا، په سرحدي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو هوايي او توپچي بریدونو ته د ماشومانو د مرګژوبلې ۱۵۹ پېښې منسوبې شوې دي. په ټولیز ډول تر ټولو ډېرې تایید شوې سرغړونې په سوېلي سیمه کې ثبت شوې، چې شمېر یې ۱۰۲۳ ته رسېږي.
ملګرو ملتونو د ماشومانو د جذب او کارولو ۵۵۷ تایید شوې پېښې هم ثبت کړې دي. راپور وايي، ټولې ثبت شوې پېښې د هلکانو وې او طالبانو ته منسوبې شوې دي، چې د ځینو عمرونه ۱۲ کلونو ته رسېدل. په ورته وخت کې، ۵۷۶ هلکان د افغانستان له شمالي او شمال ختیځو سیمو څخه د طالبانو له پوځي لیکو ایستل شوي او د بیا ټولنیز ادغام په پروګرامونو کې شامل شوي دي. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا د ماشومانو ګومارل رد کړي او ویلي یې دي چې په دې ډله کې د کمعمره کسانو استخدام منع دی.
د راپور له مخې، پر ښوونځیو ۱۶۳ او پر روغتونونو ۱۷۵ بریدونه تایید شوي دي. د ۶۴ ښوونځیو او یوه روغتون پوځي استعمال ۳۲۵۰۰ ماشومان له زدهکړو بېبرخې کړي دي. ملګرو ملتونو په ځانګړي ډول د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز او په مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کار محدودیتونه د روغتیايي او بشري خدمتونو پر وړاندې لوی خنډونه بللي دي.
په راپور کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې او د ملي امنیت اړوندو جرمونو یا له وسلهوالو ډلو سره د اړیکو په تور د ۳۱ ماشومانو د بندي کېدو یادونه هم شوې ده. ملګرو ملتونو ویلي، د توقیفخونو ته د لاسرسي محدودیتونو ښايي د نورو پېښو د تایید مخه نیولې وي. دغه سازمان له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د ماشومانو ساتنه وکړي، د ماینپاکۍ ملاتړ زیات کړي، له ماشومانو څخه د نظامي استفاده پای ته ورسوي او د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.