شک/ اجمل پسرلی

نه خوځیده، لکه له دیوال سره چې مجسمه ولاړه وي، سترګې یې پرانیستې لکه ډبرینې سترګې چې کسي نه لري. پر امسا یې زور وکړ:
-څرنګه به تیریږم؟!
-زه مرسته درسره وکړم؟
پرته له دې چې څه ووایي، لاس یې رامخته کړ. سر یې جګ ونیو.
پوښتنه مې ترې وکړه:
-چیرته ځئ؟
-پورې غاړه مې کور دی
-پيدا کولی یې شئ؟
په غریو نیولي غږ یې ځواب راکړ:
– مخکې به هیروي لاره راښووله
-هیروي؟!
-سپی مې هیروي نومیږي ناروغه شوی دی وایي روغتون ته یې بیولی نن راووتم چې روغتون ته ورشم پيدا مې نه کړ له هیروي پرته مې دغه حال دی پل نه شم اخیستلی
یو سړی زموږ مخې ته ساه نیولی ودرید، دا یې له دې بله لاسه ونیوله:
-چیرې تللې وې؟
-هیروي ته مې نه ورولې ما ویل خپله به ورشم
سړي د کور دروازه پرانیسته، دا ننوته، ده ور پسې پورې کړ، پرتندي یې لاس کیښود له مایې مننه وکړه:
-لارښود سپی یې د جمعې په ورځ مړ شو نه پوهیږم چې څرنګه ورته ووایم په اوله کې مې درواغ له خولې ووتل چې په روغتون کې مو بستر کړی اوس لکه چې شکي شوې ده چې خپله پسې وتلې. د کور ور خلاص شو، ړنده بیا راووته:
-څه شوې؟
ما پټه خوله لاس جګ کړ، دوی کور ته سره ننوتل.
پراګ