د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

عدم تشدد او بې ننګي | فرهاد داوري

انځور پاڼه
بدلون؛ د یوه لوري نه، د ټول ملت مسؤلیت

نن مي يوه ويډيو ولېده، د شهيد مفتي شاکر زوی، د خلکو په يوې غونډه کي وايې چي ((عدم تشدد دا مانا لري چي زه به ستا ښځه له کوره باسم او ته به بېرون راوځي او خپل ګرېوان به شلوې)). نو ځکه اړينه بولم چي د عدم تشدد په اړه لنډ بحث وکړو:

عدم تشدد يو نړۍ ليد دی چي د مارتين لوتر کينګ په آند ټولنه د تعرض څخه د محبوبيت پر لور بيايې، د ډيزمونډ توتو په آند متقابل احترام رامنځته کوي، د ګاندي په آند کُلي حقيقت ته د رسېدو په لاره کي زغم رامنځته کوي، د تورو په آند د انسان معنوي قدرت پياوړی کوي، د تيرزا مور په آند ټولنه د بېوزلۍ څخه خلاصوي او د منډيلا په آند د افرادو ترمنځ برابر فرصتونه رامنځته کوي، په ټوليز ډول عدم تشدد پر دوو برخو وېشلای سو، يو معنوي عدم تشدد دی او بل ستراتيژيک عدم تشدد دی، معنوي هغه دی چي د انسان فکري اصلاح رامنځته کړي او ستراتيژيک هغه دی چي د بنسټيز تشدد (Institutive Violence) په مقابل کي عقلاني مبارزه ده، په معنوي عدم تشدد کي فردي اصلاح رامنځته کېږي، فرد د ټولني د جوړښتونو واحد دی، کله چي فرد د خرافاتو، تبعيض، تعصب، جګړيز فکر او زور څخه را وګرځي، ټولنيز بنسټونه د معلول په بڼه اصلاح کېږي، نو ځکه فردي اصلاح او حقيقت ته رسول د عدم تشدد مهم عنصر دی، خو ددې تر څنګ د رياستي ظلم، جبر او زور پر وړاندي د نه تاوتريخوالي مبارزه بیا ستراتيژيک عدم تشدد دی، تر څو د جبر او ظلم مخه د نه تاوتريخوالي په مبارزې سره ونيول سي او هغه توپيرونه چي ددې جبر په وسيله رامنځته سوي دي، له منځه يوړل سي.

د ګاندي په آند انسان بايد په معنوي لحاظ ستر حقيقت ته ورسېږي، چي دی ورته ساتياګراها وايې، ياني حقيقت پالنه او ددې حقیقت لپاره د لاري ټاکلو ته اهيمسا Ahimsa وايې، دده په آند ستر حقيقت د طبيعت قانون دی چي يوه الله تعالی رامنځته کړی دی، حقيقت ته د رسېدو لپاره عشق په کار دی او د عشق لپاره زغم په کار دی، نو ځکه عدم تشدد د ټولني د لويو حقيقتونو په لټه کي دی چي هغوئ ته د رسېدو لپاره بايد عشق ولري او پدې لاره کي زغم اړين دی، نو کله چي يو انسان په معنوي لحاظ د عدم تشدد په فکر وي، زغم لري، دا زغم د هغه عشق لپاره کاروي چي ستر حقيقت ته يې رسوي، همدارنګه مارتين لوتر کينګ عشق پر درو ډولونو وېشلی دی، چي مهم ډول يې اګاپي Agape دی، د کينګ په آند اګاپي پدې مانا دی چي انسان د خير په لټه کي سي او تشدد مردود وګڼي، کله چي انسان د ځان سره پرېکړه وکړي چي ظلم، زور او جبر نه کوم، پر ځای يې خېر، لاسنيوی، همکاري او مرسته کوم، پدې حالت کي انسان د اګاپي عشق ته رسېدلی دی، د ډېزمونډ توتو په آند انسانيت د بل انسان د انسانيت سره تړاو لري، يې کله چي اړيکه دوه اړخېزه نسي، انسانيت نه رامنځته کېږي او پدې دوه اړخېزه اړيکه کي بايد د خېر تفکر موجود وي، کله چي متقابل احترام رامنځته سو او ددې تګلاري له مخي اړيکي رامنځته سوې، نو انسانيت مانا پيدا کوي. تورو چي نامتو امريکايې ليکوال دی او د ګاندي مبارزې ته يې الهام وبخښی، پدې باور دی چي د انسان معنوي قدرت بايد پياوړی سي، ياني انسان بايد عقلاني سي او په انتخابي ډول سره د نه تاوتريخوالي وسايل وکاروي.

نو ويلای سو چي عدم تشدد د ژوند طرز او د بهرنۍ نړۍ په اړه د انسان نړۍ ليد دی، کله چي دا طرز د خپلواکۍ د اخيستلو لپاره د بنسټيز تشدد په مقابل کي وکارول سي، پدې حالت کي ستراتيژيک عدم تشدد ګڼل کېږي، لکه ګاندي چي د هندوستان د خپلواکۍ لپاره وکاروی، خو که يوازي د معنوي اصلاح لپاره وکارول سي، بيا معنوي عدم تشدد دی، لکه باچا خان چي د پښتنو لپاره وکاروی. مهمه داده چي عدم تشدد د موجوده ناوړه حالت د بدلون لپاره مبارزه او لاره ده، پدې لاره کي د وسايلو مشروعيت په پام کي نيول سوی دی، دا مشروعيت د طبيعي قوانينو له مخي ټاکل سوی دی او انسان په فطري ډول ښه ګڼل سوی دی، نو ځکه وسايل بايد ښه وي، تر څو ښه پايله تر لاسه کړل سي.

عدم تشدد او مشروع دفاع توپير لري، کله چي انسان تر تعرض لاندي راځي دا استثنايې حالت دی او فردي متقابل عمل ته اړتيا لري، مشروع دفاع په ټولو قوانينو کي مشروع ګڼل سوېده، البته په عدم تشدد کي دا باور موجود دی چي دفاع هم بايد په حداکثر خير سره تمامه سي، نو ځکه عدم تشدد انسان نه بې ننګه کوي، بلکي د ننګ مشروع لاري ورته ښيئ، د مظلوميت څخه د انسان د وتلو لاري تعريفوي، چي انسان بايد داسي ووځي چي نورو ته زيان ونه رسوي، د بېلګي په توګه که یو انسان ځنګله ته ولاړ سي او زمری حمله ورباندي وکړي، عدم تشدد دا نه وايې چي ته لاسونه ورته پورته کړه يا ورته پرېوځه چي زمری دي وخوري، بلکي دا وايې؛ هڅه وکړه چي داسي دفاع وکړې چي خپل ځان بچ کړې او زمري ته هم زيان ونه رسېږي، که بيا هم نه کېدل، نو د ځان د بچولو لپاره هڅه وکړه، کله چي بچ سوې، بيا نو داسي مکوه چي د زمري په وژلو پسي وځغلې، بلکي کوښښ وکړه چي ددې خطر د مخنيوي لپاره خپله پوهه او د نورو پوهه زیاته کړه، چي بيا تکرار نسي. نو عدم تشدد او بې ننګي توپير لري، که د چا پر ښځه تېری کېږي، هغه بايد کوښښ وکړي چي خپله دفاع وکړي، که بيا هم نه کېدل او مظلوميت و، بيا به د ټولو هغو مشروع لارو څخه استفاده کوي چي خپل حق لاسته راوړي، کينګ پدې باور و چي تشدد په تشدد نه مسخه کېږي، بلکي په عدم تشدد له منځه ځي، نو ځکه اړينه ګڼل کېږي چي د عدم تشدد مبارزه داسي وپېژندل سي لکه څنګه چي ده، په پښتنو کي باچا خان د عدم تشدد مبارزه په اصولو کي راوړه، خو دا چي فرهنګ مو د تشدد څخه ډک و، په تاریخ کي مو متشدد کسان اتلان وه، نو ځکه موږ عدم تشدد په بې ننګۍ سره مانا کړ او دا مو د ځانونو لپاره عيب وګڼل.