د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه لنډي کيسې

کډوال/ عابده سپوږمۍ

افغان اتلان · پښتو
کډوال/ عابده سپوږمۍ

د دروازې له ښیښې مې ورته وکتل. په ځان وچ خو په عمر تنکی ځوان د سړک له هغې غاړې راروان و. سره او سپینه پيک داره خولۍ یې پر سر وه. د دوکان دروازه یې خلاصه کړه. خپل وار ته ودرید. خړې شړیدلې کرمچې یې په پښو وې. کله به یې سر ګراوه، کله یې پیښه پرځمکه وهله راوهله. کله به یې بیا د لاسونو پترکي په ګوتو توږل.

یوکس وروسته یې وار و، جیب ته یې لاس کړ. د یورو بنډل یې راوویست، ښه یې وروکتل د خپل بل لاس پر ورغوي یې څو ځلې ټپ ورکړ، پيسې ډيرې نوې وې غږ یې خوند ورکاوه، بیا یې د پیسو بنډل ته څو ځلې ټپ ورکړ او ویې شمیرلې.

وار یې راوروسید. روپۍ یې بیا وشمیرلې. ویې ویل:

-پوره زر یورو دي کابل ته یې لیږم

ادرس او نوم یې ولیکل. قلم یې ورواخیست پر سپینو پاڼو یې لاسلیک وکړ. لاسونه یې جیب ته کړل، له دوکانه ووت.

د سړک د هغې غاړې ډونر کباب دوکان ته ورغی یو کباب یې واخیست، کباب یې درې یورو ورکاوه، دوه نیمې روپۍ یې د جمپر په ښي خوا جیب کې وې. د پتلون جیب ته یې لاس کړ واړه سنټونه یې راوویستل مسک شو یو یو یې شمیره خو پنځوس سنټه پوره نه شول.

کباب یې بیرته ورکړ. سنټونه یې جیب ته واچول. سپږمې یې څو ځله کش کړې، کش کړې… روان شو او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ورک شو.

پای