د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

پنجشېر کې د طالبانو د حکومت چورلکه د ناستې پر مهال له ډبرې سره لګېدلې

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د پنجشېر سیمه‌ییزو چارواکو تایید کړې چې د طالبانو د حکومت یوه چورلکه په دغه ولایت کې د ناستې پر مهال له یوې غرنۍ ډبرې سره لګېدلې ده. چارواکي وايي، په پېښه کې الوتکه لږ زیانمنه شوې، خو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې کومه څرګندونه نه ده کړې.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون بي‌بي‌سي ته ویلي، چورلکې په نامناسب ځای کې د ښکته کېدو پر مهال له ډبرې سره ټکر کړی دی. د طالبانو حکومت دا پېښه تخنیکي ستونزه بللې او د الوتکې د رانسکورېدو ادعا یې رد کړې ده.

بل لور ته، د پرځول شوي افغان جمهوریت د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د «زرغون بهیر» په نوم د طالبانو د حکومت مخالفې ډلې پر اېکس‌پاڼه ادعا کړې چې چورلکه د دوی په یوه عملیاتو کې رانسکوره شوې ده. دې ډلې ویلي، په پېښه کې د پیلوټانو په ګډون د طالبانو د حکومت درې کسان ټپیان شوي دي.

«زرغون بهیر» ادعا کړې چې یاده الوتکه په هند کې جوړه شوې «چیتا» چورلکه وه او د ماښام شاوخوا ۷ بجې او ۱۵ دقیقې په یوه عملیاتو کې په نښه شوې ده. سرچینې د دغې ادعا لپاره نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.

تر اوسه نه د طالبانو حکومت او نه هم د یادې مخالفې ډلې له خوا د پېښې انځورونه خپاره شوي دي. له همدې امله د چورلکې د زیان، د پېښې د څرنګوالي او د احتمالي ټپیانو په اړه خپلواکه تایید شوې معلومات نه دي وړاندې شوي.

پنجشېر د کابل په شمال کې پروت ولایت دی او د طالبانو د پخوانیو مخالفو ډلو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېده. د ۱۹۹۰مو کلونو پر مهال د طالبانو مخکښ مخالف قوماندان احمدشاه مسعود په دغه سیمه کې پراخ حضور درلود. پنجشېر هغه مهال د پروان ولایت یوه ولسوالۍ وه، خو د امریکا په مشرۍ د لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ د جمهوري نظام پر مهال د جلا ولایت په توګه جوړ شو.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د حکومت له ځواکونو سره د کابل تر نیول کېدو شاوخوا درې اوونۍ وروسته، پنجشېر هم د هغوی تر کنټرول لاندې راغی. طالبان وايي، اوس په ولایت کې کومه فعاله مخالفه جبهه نه شته؛ خو د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ګڼ سرتېري هلته ځای پر ځای دي.

د بي‌بي‌سي خبریال یما بارز، چې تېر کال پنجشېر ته تللی و، ویلي چې په ولایت کې سخت امنیتي تدابیر او پر لوړو سیمو د طالبانو د سرتېرو پوستې لا هم د امنیتي اندېښنو او ترینګلتیا نښې څرګندوي.