د کلیفورنیا د سکرمنتو په ښار کې، د افغانانو ملي مرکه

احمد رشاد احرار
د لندن، برلين، برمينګهم او کولن د غونډو په لړۍ کې دا ځل د امریکا د کلیفورنیا ایالت د سکرمېنټو په ښار کې د ملي مرکې غونډه ترسره شوه. په غونډې کې ګڼ شمېر افغان مخورو علمي، سياسي، ديني، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو ګډون کړی وو.
غونډه د قاري احسان الله شاهد په تلاوت سره پیل شوه. د ملي سرود له غږېدو وروسته د سکرمنټو د امام ابوحنیفه د جامع جومات امام او مخور دیني عالم، فدا محمد طاهري د اسلامي لارښوونو په رڼا کې اغېزمنه او توجیهي وینا وکړه. نوموړي وویل: قران کریم موږ ته د وحدت، اخوت او پخلاینې حکم کوي او تفرقه د ټولو بدمرغیو لامل ګڼي. ورپسې پياوړي ليکوال او علمي شخصيت، ولي الله ملکزي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل: راځې چې له کرکې، کرکه وکړو، د ټوپک په ځای د قلم او د جګړو په ځای د امن او سولې کلچر ته وده ورکړو. هغه زیاته کړه: بهرنیو یرغلونو، سیاسي کیڼ اړخو او ښي اړخو ګوندونو او مذهبي فرقو زموږ ټولنه ډېره بده بده وپاشله او د هرې ورځې په تېریدو سره د ولسي پرګنو ترمنځ واټن لاپراخه شو. نور نو بس دی، راځئ چې د یو متمدن ولس په توګه یو بل ومنو.
له افتتاحیه وینا وروسته، ما (احمد ارشاد احرار) د ملي مرکې په موخو، اصولو او تشکیلاتو خبرې وکړې. د دې اصلی ټکي یادونه مې وکړه چې د افغانستان کړکېج سره له دې چې نیمه پېړۍ قدامت لري خو ترننه پورې په جدي توګه دا خبره په بنسټیز ډول ونه څېړل شوه چې د شخړې اصلي لاملونه کوم دي؟ او د حل لپاره یې باید څه ډول عملي او چټک ګامونه پورته شي؟ له همدې وجې افغانانو ته په کار ده چې له ځنډ او تعلل پرته، په خپلو کې خبرې پیل کړي او د درد لپاره یې درمان ولټوي.
د غونډې په دوهمې برخې کې ګډونوالو په افغانستان کې د ملي يووالي، سولې او پرمختګ پر وړاندې په پرتو ستونزو، لومړيتوبونو او حل لارو بحث وکړ. برخه والو پر دې خبره ډېر ټينګار وکړ چې ملي يووالی په هېواد کې د سولې او سياسي ثبات بنيادي شرط او د نفاق عمده لامل دا دی چې يوشمېر ډلې او اشخاص له قومي مسايلو څخه ابزاري استفاده کوي. ډاکټر محمد شعیب یوسفزي د تفرقې د لاملونو په اړه خبرې وکړې او د تفرقې په معنوي زیانونو او ټولنیزو ضررونو یې رڼا واچوله. هغه علماو ته دا مسؤلیت راجع کړ چې په ټولنه کې د اسلامي اصولو په تبلیغ او ترویج سره د تفرقې او نفاق له معنوي اړخ سره مبارزه وکړي. زیاته یې کړه چې په تېرو کلونو کې د سیاسي او قومي نفاق له وجې، قومپالنه د افغانستان په سیاست کې بنسټیزه شوه او د ملي مشرتابه د نشتوالي له کبله ټولنه هغه کالبد ته ورته شوه چې په هغه کې روح نه وي.
په کاليفورنيا کې د افغان کلتوري ټولنې مشر، عبدالنصیر یاسیني د افغانستان په تاریخ کې د برخلیک ټاکونکو بهیرونو په اوږدو کې د افغانستان د مختلفو قومونو برخه او قربانۍ یادې کړې. نوموړي زیاته کړه چې دا اوسنی قومي تفکر په موږ کې دښمنانو راپیدا کړ او ترننه یې همغوئ پالي. نو ځکه په تکرار سره وایم چې تعلیم او عامه پوهاوی له دې ښکارندې سره د مبارزې یوازینی مناسبه لاره ده. د غونډې په ترڅ کې ډاکټر جاوید مومند، قاري میرویس فضلي، بسم الله بسیم، فرهاد یوسفزي، شفیق الله پشه اي، قاضي صفي الله جیلاني او انجنیر قسیم پاچا هم ویناوې وکړې. دوئ ټول په دې باور وو چې د افغانستان ستونزې یوازې افغانان حل کولی شي؛ نه پردي او پردي پال اړخونه.
د غونډې یوتن ګډونوال، جمال ناصر فرهمند وویل: په افغانستان کې هېڅکله داسې غونډه ونشوه چې د خلکو د زړونو خبرې واوري، له همدې وجې نن عُقدې دومره ډېرې دي چې حتی اوس خلک یو د بل حرمت هم نه ساتي او هرڅه چې په خوله ورځي له ویلو یې درېغ نه کوي. هغه دا يادونه هم وکړه چې خلک فقر زغملی شي، خو د خپل هویت، ژبې او شخصیت سپکاوی ورته د منلو نه دی.
د غونډې په پای کې، د راتلونکي غونډې لپاره د مشر او مسؤل له ټاکلو وروسته، غونډه په دعائیې سره پای ته ورسېده او د ملي محور په نوښت، د دې ډول غونډو په ارزښت او جاري ساتلو ټینګار وشو.