د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه روغتیا

د وینې ګرمي، د ځیګر ګرمي | ډاکتر علي قمرزی

انځور پاڼه
یوه ناسمه طبي اصطلاح؛ عصبي لوړ فشار | ډاکټر علي قمرزی‎
زموږ په وطن کې مختلف ځینې طبي اصطلاحات ناسم مشهور شوي او ځینې یې د روغتیایې کارکوونکو له خولې هم اوریدل کیږي چې زیاتره یې له طبابت سره په ټکر کې دي.
 له دې جملې یو چې شاید تاسو هم له ډیرو روغتیاپالانو اوریدلې وي هغه دا ده چې «ستاسو وینه ګرمه ده» یا دا چې د «ستاسو ځیګر ګرمي لري.»
په طبابت کې د ځیګر ګرمي یا د وینې ګرمي په نوم کومه ناروغۍ او اصطلاح نه شته.
دا اصطلاح هغه وخت ځینې روغتیاپالان کاروي چې کله په لابراتواري معاینه کې دد وینې Alanine transaminase (ALT) یا SGPT انزایم سویه پورته ولیدل شي.
نوموړی انزایم د وینې په پلازما، د بدن مختلفو انساجو او ډیره اندازه په ځیکر کې وي. په طبابت کې په معمول ډول د یاد انزایم معاینه د ځیکر روغتیایي حالت او د ستونزو د څرنګوالي لپاره ترسره کیږي. نورمال اندازه یې تر (IU/L ۴۰-۱۰) پورې ښودل شوې ده.
د سویې د لوړوالې لاملونه مختلف دي لکه د ځیګر ستونزې، د شکرې ناروغي، د زړه عدم کفایه، د صفرا لارې بندښت، د ځینو درملو دوامداره استعمال… او په نورمال شکل هم لوړیدلای شي.
نو د دغه انزایم د لوړوالې په صورت کې باید معالج ډاکټر ناروغ ته مشخص لامل ور په ګوته کړي، نه دا چې د وینې یا ځیګر ګرموالي په نوم ناروغ ته یوه نوې ناروغی او اندیښنه پیدا کړي.