د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه سياسي او ټولنيزې ليکني

افغانستان باید د ایران – امریکا په جګړه کې ځان ښکېل نه کړي

انځور پاڼه
تاریخي پېښې، روایتونه او ارزونه| شاه محمود میاخیل

شاه محمود میاخېل

زما په اند افغانستان باید د ایران او امریکې په جګړه کې ځان دخیل نه کړي او خپله توجه د پاکستان تهاجم په وړاندې د دفاع لپاره وکړي.

البته همزمان باید په افغانستان کې د ولسي او نړیوال مشروعیت رامنځته کیدلو لپاره زمینه مساعده شي.

تیره ورځ ما د سر چوک د انډیوالې په هکله یوه لیکنه کړې وه چې د پاکستان سره د امریکې روابط، ستراتیژیک نه دي او د ډیرو کلونو راپدیخوا یې تاکتیکي او Transactional بڼه درلوده. د هند صدراعظم تګ اسرایلو ته یې یوه نښه ده.

د دنیا سیاست مغلق و او نور هم مغلق شوېدی. هر هیواد د خپلو ګټو لپاره د سر چوک انډیوالي کوي. دا انډیوالې د دین، مذهب، قوم او سمت، اصولو او نړیوالو منل شوو قوانینو په اساس نه ده بلکې د هیوادونو د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال ګټو په اساس نیول کیږي.

افغانستان او افغانان باید د خپلو ګټو په فکر کې اوسي. د افغانستان ګټه په دې کې ده چې سره متحد او د پاکستان په ضد ودریږي.