د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه تاريخي ليکنې

اتیا کاله پخوا؛ جرمني ځواکونو پر شوروي اتحاد یرغل وکړ

انځور پاڼه
اتیا کاله پخوا؛ جرمني ځواکونو پر شوروي اتحاد یرغل وکړ

له نن څخه (۸۰) کاله پخوا د ۱۹۴۱ عیسوي کال د جون په دوه ویشتمه د سهار په شاوخوا څلور بجې ستالین د مسکو په لمنه کې په خپل کلیوالي کور کې د جنرال ژوکوف په ټېلفون راویښېږي:«جګړه پیل شوه»

د جرمني پوځیان په شپه کې د شوروي اتحاد خاورې ته ننوتي ول.

د شوروي اتحاد پر خاوره د نازي جرمني پوځیانو حمله د فرانسې له تسلیمېدو یو کال وروسته پیل شوه.

د جرمني دیکتاتور مشر ادولف هیتلر د فرانسې له لاندې کولو او د شوروي له زورواک مشرجوزیف ستالین سره پر یو بل د حملې نه کولو تړون له لاسلیکولو وروسته یوازې د وینسټن چرچل په مشرۍ له بریتانیا سره مخامخ و چې د ده په وړاندې یې مقاومت کاوه.

هیتلر د خپل خارجه وزیر فن روبین تروپ په تشویق پرېکړه وکړه چې پر شوروي اتحاد یرغل وکړ.

پر شوروي اتحاد د جرمني پټه حمله د مې په پنځلسمه نېټه پلان شوې وه خو هیتلر مجبور شو چې د خپلې حملې پلان پنځه اوونۍ وځنډوي څو په دې موده کې د بالکان ټاټوبي ونیسي.

جرمني د بالکان سیمې ونیولې خو دا بری سبب شو چې د شوروي پر خاوره د جرمني حمله وځنډېږي.له همدې کبله جرمنیانو ته د شوروي حمله خورا ګرانه تمامه شوه.

د جرمنیانو له لوري پر شوروي د حملې د پلان له پټ ساتلو سره سره د شوروي استخبارات په تېره بیا د جاپان په توکیو کې د شوروي جاسوس سورج له دې پلانه خبر شو.

خو د شوروي دیکتاتور چې له نازیانو سره پر یو بل د نه حملې پر موافقې باورمن و، نه شوای کولی چې د جرمنیانو دومره ژر یرغل تصور کړي.

پر شوروي اتحاد د جرمني له حملې وروسته، ستالین ته ژوره پریشاني یا ډیپرېشن پیدا شو، په ورځو ورځو په خپل کلیوالي کور کې پټ شو چې څوک ورسره ونه ویني، شوروي زورواک د ۱۹۳۹ ع کال د تړون ماتېدا او د هیتلر خیانت نه شوای منلی.

جرمني ځواکونو په دې خاطر د شوروي لور ته چټک پرمختګ وکړ چې ستالیني قواوو د یوګوسلاویا ورماخت پوځ سخت ځپلی وو او روحیه یې ورماته کړې وه.

جرمنیانو د درې ملیونه عسکرو ، ۳۶۰۰ ټانکونو او ۴۲۰۰ الوتکو په وسیله د شوروي اتحاد په لور پرمختګ وکړ، کي یف (د اوسني اوکراین پلازمېنه) یې ونیوه او د لیننګراد(پیترز بورګ) ښار يې کلابند کړ.

دا جګړه خورا بې رحمانه وه، څه موده وروسته ستالین په سد راغی او د سره پوځ د جنرالانو خبرې یې ومنلې، امر یې وکړ ټولې هغه فابریکې چې د شوروي لپاره مهمې او حیاتي دي ژر تر ژره د اورال هغې خوا ته ولېږدوي او هغه چې نه شي انتقالېدای، ویجاړې کړي.

شورویانو د جرمني پوځوانو په وړاندې د سوځېدلې مځکې پالیسي خپله کړه چې هغوی په لاندې کړو سیمو کې خواړه او نور ضروري شیان پیدا نه کړای شي.

خو د جرمني پوځیان مخکې تر دې چې مسکو ته ورسېږي د روسیې سخت ژمي بد وځپل.دوی له داسي دښمن سره مخامخ شوي وو چې هیڅ ورسره نه شوای کېدای.

دې جګړې دوه کاله دوام وکړخو په نهایت کې یې د جرمني پوځ په لیننګراد کې تسلیمېدو ته مجبوره کړ، په لیننګراد کې د جرمني ځواکونو ماته سبب شوه چې شورویان د امریکایانو په مرسته د جرمني پر خاوره ځوابي یرغل وکړي.