تورتم (لنډه کیسه) اسدالله بلهار جلالزی

د الیکین څراغ د فیلتي وړوکی څرخ يې دوه درۍ ځله کښته پورته تاو را تاو او څراغ يې ګل کړ. کوټه هم په تورتم کې ډوبه شوه، ځان يي ورو خپل پلن بالښت ته وروکښاوه، بیا يي کټ مټ لکه د پخوا په څه لوړغږ ایت الکرسي وویله او په ځان يي چوپ کړه. سترګې يي پټې کړي خو خوب ژر د ده د سترګوځیږمه درانه نه کړل. بلکې ده چې کله سترګې پټي کړي نو يي د سترګو په وړاندې هغه انځور مجسم شانته شو کوم چې ده د ورځي په مهال مندۍ میږې په یوه کلکه لوټه ویشتلې وه ده ته دهغې شیبې او ټولې رمې یوه تت انځور ورښکاره شو. انارګل د ورځي مندۍ میږې ته د هغې د سرکنده منډو له کبله سزا ورکړي وه. ده موندۍ میږه د غوږ او ښکر ته منځ په کلکه لوټه وویشته، هغې سخت درد احساس کړ نو يي سرجګ او یوې خواته کوږ کړ. ده په فاتحانه انداز کې له ځانه سره دا خبره تکرار کړه څو وارې مې درته وویل: – هري هري؛ خو تا لا هم سرکنده منډې وهلی اوس بیا هم منډه کړه، وزغله،
خوانارګل اوس په خپل دغه کارخورا پیښمانه و. او میږې ته خوابده شوه. سترکې يي لوڅې کړي کوټې ته له وړوکې دریڅې څخه د سپوږمې کمرنګه رڼا ور لویدله وه. کراره کرارې وه ورو، ورو خرهاری يي تر غوږو شو. خرهاري ته ښه غوږ شو، تر بالښته لاندې يي لاس تیر کړ، اورلګیت يي راواخیست لاس يي په خپل ټوپک ولګیده، همدا چې اورلګیت بل شو دوره کښاری شو او خرهاری هم ورک شو. انار ګل پوه شو چې د دوئ برګه پشي وه او له کوټې ووته، د ده په ګوټو کې د بل شوي اورلګیټ سر کوږ او په لیمڅي ولویده ژر يي لاس ورباندې تیر کړ. د اورلګیت لمبه هم مړه شوه او ده بیرته سرولګاوه. دا ځل د خوب څپو له ځانه سره ویوړ، ګوره چې څومره وخت به يي خوب کړی و، ناڅاپه يي په بام د پښو ښکالو واوریده. ټوپک ته يي لاس کړ، له دریڅي يي د باندې وکتل، د سپوږمۍ رڼا هم له سترګو اونیا شوي وه. د بنیادم په څیر تور شی يي تر سترګو شوچې د بام له زینو د راکښته کیدو په حال کې دی. د ټوپک نلۍ يي په هغه لوري سیده کړه، د ماشې له کیښکلو سره درمب او د واخ چیغه پورته شوه، د کور ټول غړي وارخطا په خپلو ځایونو کې کیناستل د کورزړې میرمنې په زوره چیغې کړې. فضل، فضل خدایه! انارګل له ټوپک سره د سرای په لوري منډه کړه. نګور يي بل څراغ راوړو. ویشتل شوی ځوان چې د انارګل مشر لمسی و مرګونی ټپي و. انارګل ټوپک ورغوځاوه اوخپل مخ يي په څپیړو واهه.