د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه اسلام اومذهب

د بچه بازۍ پلیت بازار او د ټولنې اوسنۍ وضعیت

افغان اتلان · پښتو
د بچه بازۍ پلیت بازار او د ټولنې اوسنۍ وضعیت

لیکنه: نصیر سنګین

بسم الله الرحمن الرحیم

بچه بازي چې پښتو کې ورته «هلک ګرځول» یا «هلک ساتل» وایي، ریښه یې د لوط (ع) له قوم څخه سرچینه اخلي.

یعنې د هغه قوم پاتې شونی پلید عمل دی، چې الله (ج) له همدې وجې پرې ډول-ډول قهرونه او غضبونه رانازل کړل. قرآنکریم کې راځي چې د دې بدترین عمل په وجه یې هغه قوم باندې د کاڼو او تیږو باران وکړ، او بالاخره یې غرق کړ.

دا هغه بې حیا عمل دی، چې په ترسره کیدو یې، جبراییل(ع) د الله (ج) په امر د لوط (ع) د قوم ټول کلی له بېخه راوباسه او تر آسمانه یې دومره اوچت کړ چې، په آسمان کې یې پرښتو د څارویو غږونه واوریدل، او بېرته یې له هماغه ځایه راګوزار کړ.

کله چې په ټولنه کې امنیت دومره برابر شي، چې د زنا د ترسره کیدلو ګراف ښکته(صفر) شي، نو دا په دې معنا نه شي کیدلای چې ګواکي د ټولو فحاشۍ او بداخلاقیو ګراف هم صفر شو. بلکې شیطان (دښمن) له نورو لارو کار اخلي؛ چې تر ټولو بدترینه هغه یې بچهبازي(هلک ساتنه) ده.

کم ظرفیته، فحاش او بداخلاقه خلک یې ډېر ژر، په دام کې راګیر او د لویې بدبختۍ او بې عزتۍ/بې شرمۍ یو غټ مصیبت پیل شي.

لواطت هغه چټل عمل دی چې، الله (ج) یې په قرآنکریم کې په اړه ډېر آیتونه ذکر او د هغه ترسره کوونکي یې په بېلابېلو نومونو نومولي او په بېلابېلو طریقو یې له دغه کاره وېرولي او مرتکبینو ته یې د شدیدې سزا ورکولو امر کړی.

الله (ج) فرمایي:
ژباړه: نو د هغه حالت د سپي په شان شو؛ که ته پرې حمله وکړې هم ژبه راځوړندوي، او که پرې یې ږدې هم ژبه راځوړندوي. (الاعراف ۱۷۶)

لواطت د آخرت ترڅنګ بې شمېره دنیاوي زیانونه هم لري؛ لکه: له خپلې ښځې بېزاري، د دماغو کمزوري، بد اخلاقه کیدل، حیثیت بایلل، په ځان بې باوري، ژور خفګان او نور.

زموږ پیغمبر «حضرت محمد (ص)» فرمایي: کله چې مو دوه داسې کسان ولیدل چې د لوط (ع) عمل یې کاوۀ؛ نو دواړه ووژنئ. (ابو داود)

«علامه شوکاني (رح)» هم فرمایلي چې د لواطت سزا باید همداسې سخته وي؛ ترڅو خلک ترې عبرت واخلي.

زموږ اوسنی حالت:
اوسنی وخت چې هېواد د امنیت په لحاظ تر بل هر وخت آرام او سوکاله دی، تر ډېره بریده پکې د داسې اعمالو ترسره کیدل کم او یا ختم شوي دي؛ چې آمنیت دې متضرر کړلی شي، او د اخلاقي فساد ګراف هم تر ډېره بریده کنټرول شوی؛ خو د زناکارانو (ښځو او سړیو) په شمېر کې.
اما بدبختانه چې د «هلک ساتنې» دود او د دې مردارۍ د شوقیانو کچه او عملاً پکې د ښکېلو خلکو شمېر نه یوازې مخ پر زیاتیدو دی، بلکې داسې حالت ته رسیدلی چې سړی یې په لیدو شرم احساسوي. داسې خلک شته، چې په شنه زور هلک ګرځوي، خرچې پرې کوي، د هلک کورنۍ هغه (بچه باز) ته له ډاره څه نه شي ویلی، ځکه په مقابل کې ورته ګواښ کیږي. په همدې ډول د هغه له بې وسۍ غلطه استفاده هم کیږي او بالاخره د یوې آبرومندې کورنۍ عزت، د داسې فحاشو او بد اخلاقو خلکو له خوا له خاورو سره خاورې کیږي. دا هغه حالت دی چې پرته له مسوولو چارواکو یې بل څوک د کنټرول وس نه لري.

ځیني ورسره په موبایلونو کې داسې غږیږي، ته به وایي چې دلته نه اسلام شته، نه شرم، نه حیا، نه انسانیت او نه…

داسې الفاظ او کلمې سره استعمالوي، (بې ادبي معاف) لکه خپله ښځه او خاوند چې سره غږیږي.

څومره د شرم ځای دی!

دوی هرڅه (اسلام، پښتو، حیا، ادب، اخلاق، انسانیت) شاته اچولي؛ هېڅ له چا وېره او ډار پکې نشته؛ ته به وایې چې یو چا اجازه ورته کړې، چې ځه دا کار روا دی هېڅ پروا او ګناه نه لري! کوه یې.

سړی سخت خفه شي، موږ له همدې وجې په لمانځه او روژه ماتي کې د جمهوریت د چپه کیدو، د کفارو د ماتیدو او د همداسې یو اسلامي حکومت راتلو ته لاس په لپه وو؛ لکېن متاسفانه چې وضعیت خواشینوونکی دی؛ په زرګونو لوطیان، (فاعلان او مفعولان) خپلو شومو کارونو ته پرته د حکومت یا بل چا له وېرې ادامه ورکوي. هېڅ به فکر ونه کړې چې دلته قوانین شته او هغه هم شرعي.
که حالت داسې دوام وکړي؛ نور به څه څه نه کیږي!؟
ولس له چا تمه ولري!؟
کله به د داسې خلکو خلاصیږو؟
آیا تل به همدا وایو چې (وخت ته انتظار شئ)؟
که همداسې وختونو ته منتظر کیږو نو ژوند خو تېر شو.
که داسې وخت به بیخي رانه شي، چې له داسې مفسدانو په آمن کې وو؟

هیله:
له حکومت او مسؤلو چاروواکو په پوره درنښت هیله ده؛ که غواړي نظام اسلامي ثابت کړي، چاته د اسلامي نظام پر اسلامیت سوال پیدا نه شي، نو د داسې کارونو څخه د خلکو منع کول مو اسلامي مسؤلیت جوړیږي.
په دغه برخه کې هېڅ ډول غفلت مه کوئ!
مرتکبین یې ونیسئ!
د شریـ،ـعت په چوکاټ کې یې په سزا ورسوئ!
داسې سزا ورکړئ! لکه پیغمبر(ص) یې چې امر کړی.
تر ټولو مهمه یې لا دا چې مخالفینو ته دا په ثبوت ورسوئ، چې موږ یو کامل شرعي او اسلامي نظام لرو!
نه تش په نوم!

لیکنه مې د زړۀ له درده وکړه؛ هیله ده تر هر څه مخکې دې ته توجه وشي.

درنښت

#ن.سنګین

کتنې۰