یوناما: په کابل او هرات کې لږ تر لږه ۵۲ ښځې او نجونې نیول شوې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وايي، د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ په کابل او هرات کې لږ تر لږه ۵۲ ښځې او نجونې نیول شوې او د څو ساعتونو لپاره توقیف شوې دي.
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه ښځې د طالبانو د حجاب له مقرراتو څخه د سرغړونې په تور نیول شوې دي. د اعلامیې له مخې، په ځینو مواردو کې د ښځو ټیکری پر سر نه و، وېښتان یې ښکاره وو، رنګه څادر یې اغوستی و یا یې سینګار کړی و.
د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، ځینې ښځې له محرم پرته له کوره د وتلو له امله هم نیول شوې دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې ټولې یادې شوې ښځې له څو ساعتونو توقیف وروسته بېرته خوشې شوې دي؛ خو یوناما خبرداری ورکړی چې د ثبت شویو پېښو شمېر ښايي له واقعي شمېرې کم وي.
یوناما وايي، د ښځینه هټیوالو په ګډون پر یو شمېر نورو ښځو سپکې سپورې ویل شوې او ګواښل شوې هم دي. دې ادارې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیضي تګلارو د پای ته رسولو غوښتنه کړې او له واکمنو چارواکو یې غوښتي چې د ټولو افغانانو بشري حقونو او انساني کرامت ته درناوی وکړي.
د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ټینګار کړی چې د افغانستان چارواکي باید د نړیوال بشري قانون له مخې خپل مکلفیتونه ادا کړي. طالبانو تر اوسه د یوناما د دې راپور په اړه څرګند غبرګون نه دی ښودلی.
په کابل او هرات کې د ښځو د نیولو او لنډمهاله توقیف په اړه تر دې مخکې هم راپورونه خپاره شوي وو. طالبان، چې په ۲۰۲۱ کال کې بېرته پر افغانستان واکمن شول، د ښځو پر زده کړو، کار او ځینو نورو ازادیو محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو چارواکي وايي چې د ښځو حقونه د دوی په وینا د شریعت او افغان کلتور پر بنسټ تنظیمېږي، خو نړیوال بشري سازمانونه د دغو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کوي.