د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

ګوتیرش: له پاکستانه د افغانانو ستنېدل باید داوطلبانه او باعزته وي

افغان اتلان · پښتو
ګوتیرش: له پاکستانه د افغانانو ستنېدل باید داوطلبانه او باعزته وي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش وايي، له پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر باید په داوطلبانه، خوندي او له وقار سره په برابر ډول ترسره شي.

ګوتیرش دا څرګندونې په اسلام‌اباد کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي. هغه ویلي، ملګري ملتونه له پاکستان سره ګډ کار ته ژمن دي، څو د خوندیتوب اصول عملي او د افغانانو د ستنېدو بهیر د نړیوالو معیارونو له مخې تنظیم شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۶.۵ میلیون افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد سازمان په راپور کې ویل شوي چې ډېری راستنېدونکي افغانان له جدي بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د راپور له مخې، د کار او عاید نشتوالی، د خوړو کمښت، د سرپناه اړتیا او اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی د راستنو شویو کورنیو له مهمو ستونزو څخه دي.

پاکستان او ایران په وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د ستنولو بهیر چټک کړی دی. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، لا هم میلیونونه افغانان په دغو دوو هېوادونو کې مېشت دي او د هغوی د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنې دوام لري.

ګوتیرش د اکتوبر پر شپږمه د درې ورځني رسمي سفر لپاره اسلام‌اباد ته تللی دی. ټاکل شوې چې نوموړی له پاکستاني چارواکو سره پر سیمه‌ییزو او نړیوالو موضوعاتو، په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو او د امریکا او ایران ترمنځ پر دیپلوماتیکو هڅو خبرې وکړي.