د بلوچستان وکیلې جلیلې حیدر ته د افغان کډوالو د ملاتړ له امله نړیواله جایزه

د بلوچستان د کوټې ښار هزاره وکیلې او د بشري حقونو فعالې جلیلې حیدر د سویډن د «رایټ لایولي هوډ» بنسټ معتبره جایزه ګټلې ده. نوموړې د افغان کډوالو، ښځو، جنسیتبدلو کسانو او نورو زیانمنو ټولنیزو ډلو د حقونو د دفاع په برخه کې هم فعالیت کوي.
د «رایټ لایولي هوډ» بنسټ وايي، جلیلې حیدر له هغو سختو او له خطره ډکو قضیو سره کار کړی چې ځینو نورو وکیلانو د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله نه منلې. د هغې حقوقي دفتر تر اوسه د اوو زرو څخه د زیاتو حساسو قضیو د تعقیب خبر ورکړی دی.
په دغو قضیو کې د ترهګرۍ په تورونو د نیول شویو ۱۵ بلوڅو ځوانانو شپږ کلنه قضیه، په بلوچستان کې د ناموسي وژنو د ۳۰ قربانیانو حقوقي استازیتوب، او د څه باندې ۶۰۰ سیاسي فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو د قانوني محدودیتونو د لرې کولو هڅې شاملې دي.
جلیله حیدر په ۱۹۸۴ کال کې په کوټه کې زېږېدلې او په ۲۰۱۰ کال کې یې د کوټې پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه سند اخیستی دی. هغې په ۲۰۱۱ کال کې وکالت پیل کړ او د خپل کالج لومړنۍ هزاره ښځینه وکیله بلل شوې ده. نوموړې په ۱۲ کلنۍ کې خپل پلار له لاسه ورکړی و، خو د هغه د وکیل کېدو هیله یې پوره کړه.
هغې په ۲۰۱۸ کال کې په کوټه کې د هزاره ټولنې د هدفي وژنو پر ضد اووه ورځنی روژهنیولی احتجاج هم کړی و. د سرچینې په وینا، د دغه اعتراض وروسته د پاکستان د پوځ د مشر او هزاره ښځو تر منځ مستقیمې خبرې وشوې او په سیمه کې بریدونه کم شول. جلیله حیدر د افغان کډوالو د حقونو ترڅنګ د جنسیتبدلو کسانو د حقونو استازیتوب هم کوي.
د نوموړې د دفتر د معلوماتو له مخې، هغې په بلوچستان کې د ښځینه لاریون مشري کړې، د غالۍ اوبدلو کارخونه او د ماشومانو لپاره وړیا روزنیز مرکز جوړ کړی او د نجونو لپاره یې د سایبري خوندیتوب روزنې برابرې کړې دي. هغې په ۲۰۱۵ کال کې د «We the Humans» بنسټ جوړ کړ چې د ترهګرۍ د قربانیانو له ۴۰۰ څخه د زیاتو کونډو د ملاتړ هڅې کوي.
جلیلې حیدر ویلي، د جایزې ترلاسه کول د هغې لپاره مهم و، خو د عدالت او سولې لپاره مبارزه یې لا پای ته نه ده رسېدلې. نوموړې وايي، غواړي د جایزې له پیسو داسې بنسټ جوړ کړي چې د کوټې او بلوچستان له بېلابېلو قومونو سره په ګډه کار وکړي، د بریدونو د بېنومه قربانیانو اسناد برابر کړي او د هغوی د ماشومانو د زدهکړو ملاتړ وکړي.
«رایټ لایولي هوډ» جایزه په ۱۹۸۰ کال کې د نوبل د بدیل په توګه رامنځته شوې ده. د ۲۰۲۶ کال د جایزې نور ګټونکي هم د مصنوعي ځیرکتیا څېړونکې ټمین ګېبرو، د «Rural Women’s Assembly» خوځښت او د جورجیا د ځوانو وکیلانو ټولنه دي. د جایزو د ورکړې مراسم به د ډسمبر پر لومړۍ نېټه په سټاکهولم کې ترسره شي.