هندوکش سټرایکرز په 71 منډو بریا خپله کړه

هندوکش سټرایکرز د 2026 کال د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو لومړۍ بریا د پامیر لېجنډز پر وړاندې په 71 منډو ترلاسه کړه.
د عبدالمالک 123 او د محبوب خان 97 منډو هندوکش په لومړۍ پاڼۍ کې 351 منډو ته ورساوه. تر مهمې برترۍ وروسته هندوکش دویمه پاڼۍ په 269 منډو او اوو سوځېدلو لوبغاړو اعلان کړه او پامیر ته یې 409 منډې هدف وټاکه.
د رحمت شاه او بهیر شاه سلیزو د پامیر مقاومت پیاوړی کړ، خو لوبډله په 337 منډو وسوځېده. د وروستۍ پاڼۍ د ضیاء الرحمن شریفي شپږ وېکټې پرېکنده وې. هغه د لوبې د نهو وېکټو له امله غوره لوبغاړی ونومول شو.