پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
پښتون نه دی چي د نوک جواب سوک ورنه کړي
پښتون له غيرته ځان اور ته اچوي
پښو پښو ارمان کاږۍ غالۍ ده
پښې هلته ځي چي زړه ځي ،
پک تر پک پوري ، نو نه چي ماغزه ئې ښکاره وي
پک نه پر سر تار لري، نه په غوړو کار لري
پکه نه سر لري نه ئې په چا اويي
پکي سر په خيال کی ، چي مېړه ئې شاباز خان دی
پلار دي سپرو مړ کړ که پلو ؟ ول څه ئې کوم زما د ښې ووت که سپرو مړ کړ که پلو
پنډ ئې مه ګوره، ايمان ئې ګوره
پنځه ګوتي سره يو نه دي
پنځه ګوتي په خوله نه ننوزي
پور پر غاړه ، مېږ مرداره
پور د بدو برخه ده
پور چي تر سلو تېر شو ، وچه مه خوره
پوره ! ورک دي کړه دوه کوره
پوه سړی تر خپلي کمبلي پښې نه تېروي
په اوبو څوک نه چاغيږي
په بازيو کي تل بنګړي ماتيږي
په باغ کي الو غيم ، په کلي کي بلرغو
په بدلو څوک نه لويږي
په بل وطن کي د ښو کښت کوه تېرېږه
په پردي کور کي سل مېلمانه هيڅ نه دي
په پردي پرتاګه ځان نه پوتېږي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.