پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
پردی جنګ نيم اختر دی
پردی غم تر واوري سوړ دی
پردۍ پڼه پر پښه معلومه ده
پردۍ ښې نيمه خوا دي
پردۍ مور نه مور کيږي
پر سپي هډوکي ډير دي
پر سر دي مي زړوکی وي ، تر مخ دي زلمی وي
پر ښو تلوار پر بدو تاْمل
پر غوولي کس سندري وايي
پر کورنګ نيمن دانه ډيره ده
پر کور خواري خوړلي ښه دي ، نه د هنجي کُرت او غوړي
پر ګازره نه يم پر خرپ ئې يم
پر لڅه خېټه ئې ملا تړلې ده
پر لوړه وخيژه څار وکړه ، خلک چي کړي هغه کار وکړه
پر ملا ئې لمبول دي بخښنه ئې پر خدای ده
پر نور څه انا نه سوم ، پر خوشاو زه انا يم
پر هغه د يخدای ميلمه که چي مېلمه ئې نه وي ليدلی
پر يوه باندي چي دوه شي ، ړنا ورځ ورباندي شپه شي
پړ مي که ، مړ مي که
پړ هم يوه وراشه لري
پزپرېکړي که شرم درلودای ، د چړې نوم به ئې نه اخيست
پسرلی دی ځان اګا ه که ، ځان ته ژړه غوا پيدا که
پيشي به د اوړو جوړه کړم ، ميو به څوک کوي
پيشي ته دي خدای وزر نه ورکوي ، کې ور کۍ نو د چغوکو تخم به وباسي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.