پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
بزه په خپل ښکر نه درنيږي
بشره د انسان خوی د شيطان
بلا بيده ښه وي نه ويښه
بلا د هغه پاڅي، چي ئې ګړنګ په برېتو څاڅي
بلا پر بلا واوښته . بلا يو څه لاندي واوښته
بل ته کوهي مه کينه ، چي خپله پکښي لوېږې
بلخه بې تميزه ، لالی راغی بې کميسه
بللي خور ولي
بل من چپه شو
بنده اريان خدای پر مهربان
بنده راسه د خدای خپل سه ، لکه پر ځان داسي پر بل سه
بنده چي داد کي نو بې ياد کي ، الله چي ياد کي نو بې ښاد کي
بنده ليري موښلولې ، مرګ لار ورته نيولې
بنده و خپل عمل
بنده وتړل بارونه ، خدای کوله خپل کارونه
بوچ د اختر خلاص دی
بې دولتي د نفغقه خيژي
بيده بل بيده نسي ويښولای
بې زحمته راحت نشته
بېزاره دي له خيره يم ، سپي دي در ګرځوه
بيزی په بد راضي
بې ښځي سړی ښه دی نه په کور کي همېش جنګ
بيعقل ته ئې ويل چي ونه دي په کونه کي شنه سول ، ده ويل ښه دی تر سيوري لاندي بې ناست يم
بې عقل دونه په بل نه کوي لکه په ځان
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.